BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:51 گرينويچ 2006 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ٢٠٠٦ فوټبال نړيوالو اتلوليو ٥ ورځ
د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلوليو ٥ ورځ

په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو په پنځمه ورځدرې لوبې کيدونکي دي . د تيرو اتلوليو اتل برازيل له خپلې اتلولۍ څخه دفاع همدا نن ( سه شنبې د غبرگولي ٢٣ د جون ١٣ ) پيليوي .

ننيو لوبو ته کتنه

برزايلى ستورى رونالډو په څلورم ځل د نړيوالو اتلوليو په لوبو کې برخه اخلي .

د تيرو دوو اتلوليو اتلان ، فرانسه او برازيل نن د روانو اتلوليو لومړنۍ لوبې کوي . برازيل له کرويشيا سره او فرانسه له سويس سره مخامخ ده .

د نن لومړنۍ لوبه د سويلي کوريا او ټوگو ترمنځ ده . بې له شکه چې ډير پام به وروستيو دوو لوبو ته کيږي . برازيل د رونالدينيو ، کاما ، رونالدو او گڼ شمير نورو وتليو ستورو په لرلو سره بيا هم د ډيرو په گومان د اتلولۍ د گټلو وړتيا او توان لري .

کرويشيا که څه هم وروسته له اتو کلونو نړيوالو اتلوليو ته راستنه شوې خو بيا هم په اروپا کې د ديرو ورڅخه سترگه کيږي .

کروېشيا په لومړي ځل په ١٩٩٨ کال کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو د گډون وياړ ترلاسه کړ . هغه مهال دوى ډير ښه وځليدل او تر نيمه پايلوبو يا سيمي فاينله يې ځان ورساوۀ .

اوس هم د کروېشيا ډير لوبغاړي دا توان لري چې د برازيل لوبډله وخوځوي خو دا چې دغه کار به د رونالدينيو ، کاکا ، رونالدو او نورو لوبغاړو لپاره څومره خنډ وي يوازې وخت به يې ثابته کړي .

فرانسه چې په ١٩٩٨ کال کې برازيل ته په پايلوبه يا فاينل کې په ماتې ورکولو په لومړي ځل د فوټبال د نړيوالو اتلوليو اتله شوې وه دا ځل په خپله لومړنۍ لوبه کې له سويس سره مخامخه ده .

د سويس لوبډله داسې ستوري نه لري چې کور په کور دې يې شهرت خپور شوى وي خو د يوې ټينگې او يو موټې لوبډلې په توگه يې په تيرو څو کلونو کې نوم موندلى دى .

د سويس لوبغاړي ښايي د فرانسې په وړاندې ډير ونه ځليږي خو د فرانسې ځينې ستوري لکه زيدان اوس زاړۀ شوي او ښايي سويس لوبغاړي ورڅخه ډيره سترگه ونه کړي .

د فرانسې تر ټولو خطرناک لوبغاړى ټيرې هانري دى .

د فرانسې لوبډلې په ١٩٩٨ کال کې نړيوالې اتلولۍ وگټلې

هانري دا دويم پرله پسې کال دى چې د اروپا د کلبونو په لوبو کې تر ټولو ډير گولونه کوي . دى د لندن د ارسنل لوبډلې کپتان دى .

د فرانسې د ملي لوبډلې کپتان پټريک وييرا د ايټاليا په يووينتس کې لوبه کوي .

دغه منځډگرى لوبغاړى يو وخت د نړۍ يو له ښو لوبغاړو گڼل کيدۀ خو په تيرو دوو کلونو کې يې يو څه قوت له لاسه ورکړى دى .

د دې هر څه په سر هم فرانسه يوه له هغو څلورو پنځو لوبډلو څخه ده چې ښايي په روانو اتلوليو کې ډيره پرمخ لاړه شي .

پرونۍ لوبې

په پرونيو لوبو کې ايټاليا گانا ته دوه صفر ماتې ورکړه او هغه اندېښنې يې ځواب کړې چې ويل يې د ايټاليا فوټبال د اداري ستونزو له امله ښايي ښه ونه لوبيږي .

د ايټاليا فوټبال مينه وال د خپلې لوبډلې له لوبې خورا خوښ ول

په تيرو څو مياشتو کې د بډو او نورو تورونو له امله د ايټاليا د فوتبال ټولنه له ستونزو سره مخامخ ده .

ځينو کسانو اټکل کاوۀ چې همدا ستونزې ښايي په لوبغالي کې د لوبغاړو پر مورال هم اغيز وکړي .

گانا په لومړي ځل په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخيسته نه يوازې همدا دليل بلکې د ايټاليا ښې لوبې هم افريقايي هيواد ته په اسانۍ ماتې ورکړه .

د ايټاليا گولونه اندريا پيرلو او وينسينزو ليکوينتا وکړل .

د پرون په لومړنۍ لوبه کې استراليا په لومړي ځل د نړيوالو اتلوليو کومه لوبه هغه مهال وگټله چې جاپان ته يې درې يو ماتې ورکړه .

جاپان په لومړي پړاو ک ښه لوبه کوله او يو صفر هغه مهال وړاندې شو چې د استراليا گول ساتونکي يو هوايي توپ سم په نخښه نه کړ ..

استراليا د لوبې په وروستيو دقيقو کې د جاپان د دفاع ملا ماته کړه

استراليا د لوبې په وروستيو شپږو دقيقو کې پرله پسې گولونه وکړل او جاپان ته يې ماتې ورکړه .

په پرونيو لوبو کې تر ټولو ښه لوبه د چيک جمهوريت وکړه چې متحدو ايالاتو ته يې درې صفر ماتې ورکړه .

د چيک جمهوريت لوبډله خورا ښه وځليده . پبورسکي او نيدويد د امريکا لوبغاړي داسې ونڅول چې د لوبې ډک ميدان ورته تش ښکاريده .

که د چيک گول وهونکو د اف سايډ او ځينو ساده تيروتنو څخه ډډه کړې واى ښايي د بري کچه تر دې خورا لويه واى .

سبانۍ لوبې

اسپانيا له اوکراين سره
تيونس له سعودي عربستان سره
جرمني له پولنډ سره

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت