BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:01 گرينويچ 2006 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال د نړيوالو لوبو اقتصادي گټې
د برزيل مينوال
دداسي هيوادونو بيرغونه لکه جرمني ، انگلستان اوبرزايل لا جوړ شوي اوخرڅ شوي دي
د فوټبال نړيوالې لوبې چې جرمني کې پيل شوې د نورو ټولو ښيگڼو ترڅنگ دې هيوادته ستره اقتصادي گټه هم ورپه برخه کوي.

داڅرگنده ده چې دفوټبال نړيوالې اتلولې د سوداگري ښه اومناسبه موکه ده خو دا گټه به سملاسي احساس شي اوکنه ؟ له برلين نه د بي بي سي دخبريال رې فيورلنگ درپوټ له مخې دبرلين په څنډو کې دبيرغ جوړولو يوه ستره فابريکه شپه او ور ځ تش پدې اخته ده چې پلاستيکي بيرغونه جوړکړي.

د فابريکې يوکار کوونکى وايي چې دلوبو پر مهال د فوټبال مينوالو بيرغونه غواړي چې ويې رپوي او موږ يې همدلته جوړوو. دى زياتوي چې دداسي هيوادونو بيرغونه لکه جرمني ، انگلستان اوبرزايل لا جوړ شوي اوخرڅ شوي دي. يوازې دا فابريکه نه ده چې لدې سوداگري نه گټه اخلي .

د بيلگې په توگه اډيډاس د جرمني د فوټبال دتيم لس ميلونه کميسونه خرڅ کړي دي. دا تر هغې شميرې دوه برابره زياته ده چې دوى يې تمه لرله . د جرمني د پوست بانک د مشر په وينا د فوټبال نړيوالې اتلولې به ددې هيواد کورنيو عايداتو په سلو کې نيمه برخه زياته کړي.

 د فوټبال نړيوالې اتلولې به ددې هيواد کورنۍ عايدات په سلو کې نيمه برخه زياته کړي
د پوست بانک مشر

دى زياتوي که موږ هغو څه کم لسو ميلياردو يورو ته وگورو چې دفوټبال دنړيوالې اتلولې له برکته به يې جرمني څښتن شي نونداخورازياتې پيسې دي اوجرمني به په اوسني حالت کې گټه ترې پورته کړي. اوس دجرمني اقتصاد درغيدو په حالت کې دي اولدې امله به نورهم روغ شي.

د برلين ترټولو عصري پلورنځيو کې دا رغوونه په جوته ترسترگو کيدى شي. دا وړاندوينه شته چې سږکال به د جرمني اقتصاد په سلو کې يواشاريه اته وده وکړي. د پنځو کلونو په ترڅ کې دمصرف کوونکو باور ترټولو په لوړه کچه دى.

جرمنيان تمه لري چي دنړيوالولوبو پر مهال به ديوه اودرې ميليونو کسانو ترمنځ خلک دلته خپل جيبونه تش کړي. خود ځينو په باور دا لنډمهاله گټه ده اوتر يوې دوې مياشتې وروسته به وضع بيرته خپل لومړني حالت ته راوگرځي.

چې هرډول وي دادجرمنيانو لپره دگټې ښه موکه ده اودنړي دعادي وگړو لپاره دساعت تيري اوښه وخت تيرولو وخت.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت