|
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ودې په حال كې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان چې له اوږدو جګړو څخه د وتلو هڅه كوي ، د ځوانانو تر منځ يې د بيلا بيلو لوبو مينه مخ په زياتېدو ده. كه څه هم د جګړو په كلونو كې د افغانستان زيات شمير وګړو بهرنيو هيوادونو ته پنا ويوړه او د كركټ په څير ډيرې نورې لوبې يې هم له ځانه سره راوړې چې په اوسني افغانستان كې يې ډير مينه وال پيدا كړي دي . دغه ډول نوې لوبې چې ديرش كاله وړاندې يې افغانان يې له نوم سره هم اشنا نه ؤ ان د شمال او شمال ختيځو ولايتونو كليو او بانډو ته غځيدلي دي خو جګړو ډير نور زيانونه اړولي دي . د افغانستان د ګردو نورو بنسټونو تر څنګ د درې لسيزو جګړو په ترڅ كې چې لا هم د هيواد په سويل او ځينې نورو سيمو كې روانې دي د لوبو هغه لومړني بنسټونه هم له منځه يوړل چې له جګړو وړاندې د ودې په حال كې ؤ . خو اوس چې د كابل په ګډون يو شمير لويو ښارونو كې نسبي سوله راستنه شوې افغان ځوانانو يو ځل بيا ښونځيو ته د تللو تر څنګ په لوبو كې د ونډه اخيستنې لار وموندله . دوى د فوټبال سر بيره ګردې نورې لوبې له سره پيل كړ ي دي او هڅه كوي چې وده وركړي . اوسنى افغانستان د فوټبال ملي لوبډله او ډيرې نورې سيمه ييزې ورته لوبډلې لري چې د كلبونو په اډانه كې فعاليت كوي . ددغو لوبډلو غړي چې د جګړو په كلونو كې رالوى شوي دي ، د كارپوهانو په اند د تيرو خونړيو هغو اغيزې ددې لامل ګرځيدلې دي چې د پرمختګ مخه يې ونيسي . خو ددې سره سره د يو شمير سيمه ييزو څيړونكو په اند د افغانستان دفوټبال ملي لوبډلې ډيرې نوې هيلې راټوكولي دي . دا لوبډله اوس ددې جوګه ده چې له ګاونډيو هيوادونو سره سيالۍ ته زړه ښه كړي . په تيرو اونيو كې د افغانستان يوې سيمه ييزې لوبډلې (( ارمان )) په كابل كې د سيمه ييزو هيوادونو په يوې سيالۍ كې لومړۍ ځاى خپل كړ . دا پرمختګ له دې زيري سره ملګرى دى چې د افغانستان ملي لوبډله ددې وړتيا لري چې ډير ګاوڼدي هيوادونه له ننګونو سره مخامخ كړي خو هغه اسانتياوې چې د افغانستان د ګاوڼديو هيوادونو لوبغاړي لري افغان دا يې نه لري. په مزار شريف كې د اريانا لوبډله چې په سيمه كې د مخكښو هغو څخه يوه ده وايي چې دوى هيله من دي چې په راتلونكو درې كلونو كې به د افغانستان ملي لوبډله ددې وړتيا ولري چې په نړيوالو سياليو كې ګډون وكړي خود افغانستان د ملي لوبډلې جرمن لارښود كلاوس شټروك له دې نظر سره همغاړى نه دى . نوموړى وايي چې د افغانستان لوبډله بايد ډير نور څه هم وكړي چې له نورو هيوادونو سره د سيالۍ جوګه شي . له نژدې دوه كلونو راهيسې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنې دنده د جرمن لارښود په غاړه ده . ددغې پروژې مالي لګښت هم د جرمني د هيواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا وركول كيږي . ښاغلى شټروك هيله ښيي چې يوه ورځ به د افغانستان لوبډله هم د اروپا په څير د پرمختللو لوبډلو سره د پرتلې وړ وي خو دا كار دده په وينا د لوبې پر مهال د ډيرې هوښيارۍ او د چانسونو سمو كارونو ته اړ تيا لري . د افغانستان په څير يو جګړه ځپلي هيواد كې د جرمن لارښود په وينا دفوټبال مينه وال او هڅونكي ډير دي او دلته دغه لوبه ډير ژر پرمختګ كوي چې لوبغاړي خپله وړتيا څرګنده كړي .
خو د افغانستان روانو حالاتو ته په پام سره د لوبو ډيرى كارپوهان په دې اند دي چې سملاسي د افغان دولت ډيره پاملرنه امنيتي او سياسي حالاتو ته ده . چارواكي د لوبغاړو هڅونې ته ډير لږ زړه ښه كوي . دوى امنيتي شرايطو ته په پام سره د لوبو ډګر ته د خپلو لوبغاړو د نندارې او هڅونې لپاره نه ورځيي . دا هغه څه دي چې افغان لوبغاړي د لوبو په هر ډګر كې د تخنيكي ستونزو تر څنګ ورسره مخامخ دي . جګړې دلته پر هر څه خپلې سرې منګولې ښخې كړي دي او ناوړه اغيز يې د ژوند پر هر ډګر شيندلى دى . داچې دغه بدمرغي به د افغانانو له چاپيريال څخه څه وخت وركيږي ، وخت به يې جوته كړي خو سملاسي د افغانانو هيلې دادي چې دوى ته دې د ژوند هغه چاپيريال برابر شي چې دوى په كې خپلو وړتياؤ ته وده وركړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||