BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړى پيرمحمد موميلمه وۀ
سندرغاړى پيرمحمد
سندرغاړى پيرمحمد په لس کلنۍ کې سندرې پيل کړې
پيرمحمد اتلس کلن دى . په پکتيا کې زيږېدلى اوپه خوست کې ژوند کوي.
دولس کلن وو چې لومړنى سندره ېې ثبت کړه اوبياېې همداسې په سندرو ويلو اوثبتولو پيل وکړ اوکستونه يې يوپه بل پسې راوتل.

له زرڅانگې ، نازيه اقبال، قندي کوچۍ او وږمې سره ېې په گډه سندرې ويلې دي.
نعتونه يې هم ويلي دي. پلار يې چې پخپله هم ارمونيه غږوي په هنر اوموسيقي کې ورسره مرسته کړې ده. دکورنۍ لخوا يې پدې برخه کې کومې ستونزې نه لر لې.

ښاغلى پير محمد داوومې سټوډيو دخپرونې لپاره کابل ته راغلى وۀ اوپلار يې باجه يا ارمونيه ورسه غږوله او سيدکمال دطبلې اوډول په برخه کې همکاري ورسره کوله .
دنړى له لر اوبر نه اوريدونکو دسندرغاړي دهنري او شخصي چارو په اړه پوښتنې ترې وکړې.

سندرغاړى پير محمد څه موده وړاندې راډيو افغانستان ته هم ورغلى وۀ او هلته يې څوسندرې هم ثبت کړې . خو ده هغه ستونزه ياده کړه چې دنوو اولويديزو موسيقي وسايلو غوښتنه ترې کوي . دى اړشو چې همدانوي وسايل په پيسو راواخلي .

ده زياته کړه: پدې ډول ځينې کسان اصيلې موسيقي ته کمه پاملرنه کوي.
چې هر ډول وي خوموږ ته يې دخپرونې وروستۍ سندره دسيدکمال په ډول واوروله چې داتڼ سندره وه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت