BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر ټکور مو د اوومې سټوډيو ميلمه وۀ
افضل ټکور
دافضل ټکورد شعرونو څوکتابونه چاپ شوي دي
افضل ټکور د ننگرهار د کوز کونړ په ولسوالۍ کې نړى ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې او د سيد جمال الدين ليسه يې پاى ته ورسوله .

بيايې دننگرهار پوهنتون دانجينرى پوهنځى پاى ته ورساوه او دافغانستان دليکوالو په ټولنه کې يې لس دوولس کاله کار وکړ. څه موده يې د انيس دورځپاڼې ادبي پاڼه چلوله . دراډيو افغانستان د ادبي خپرونو لپاره يې ليکنې کړې دي، څيړنيزې مقالې يې ليکلې دي او د شعرونو کتابونه يې چاپ شوي دي.

د ښاغلي ټکور دغه اثار چاپ شوي دي.

ښکالو دپسرلو.

پرهرونه ټکرونه.

يوداغ يو ټکور.

همداشان د افضل ټکور په زيار او اهتمام دغه کتابونه هم له چاپه وتلي دي.

دا ليکوال او دا څيرې:

پدې کتاب کې د٩٠ تنو شاعرانو پيژندگولي ده چې په ٥٠٠ مخونو کې دبيهقي خپرندويه موسسې چاپ کړى دى.

د نظر غشي. د شاعر رحمت شاه سايل د شعرونو ټولگه ده چې د قومونو او قبايلو چارو وزارت خپور کړى دى.

د هسک پيغله چې د استاد بينوا شعرونه يې پکې راټول کړي دي او د ليکوالو ټولنې چاپ کړى د ى. افضل ټکور دادى شپږ اووه کاله په هالنډ کې تيرکړل او اوس دلته په لندن کې اوسيږي. واده يې کړى دى او څلور لوڼې لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت