BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:01 گرينويچ 2006 ,30 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جوزجان کې د يوې خيريه موسسې کارکونکي وژل شوي

جوزجان
چارواكو ددغه بريد پړه ددوى په وينا دافغانستان پر دښمنانو اچولې
د جوزجان ولايت د منګه جيت په ولسوالۍ كې د يوې نادولتي خيريه ټولنې اكشن ايډ پر يو ګاډي وسله وال بريد شوى چې په ترڅ كې يې د موسسې څلور تنه كاركونكي چې درې يې ميرمنې وې وژل شوي دي .

چارواكو وويل چې دموسسې دغو افغان كاركونكو د كليو د پراختيا وزارت د ملي پيوستون له پروګرام سره مالي مرستې كولې .

د جوزجان چارواكو ددغه بريد پړه ددوى په وينا دافغانستان پر دښمنانو اچولې او د پيښې په اړه يې د پلټنو د پيليدو خبر وركړى دى .

چارواكو وويل چې دې پيښې ډير لړزولي دى اوله امنيتي كسانو څخه جوړ يو پلاوي ته يې دنده سپارلې چې پلټنې پيل كړي .

د جوزجان د والي جمعه خان همدرد يو وياند بي بي سي ته وويل چې د پيښې قربانيانو د اكشن ايډ په نامه د يوې نړيوالې خيريه ټولنې په اډانه كې د ملي پيوستون د بهير لپاره كار كاؤ .

ملي پيوستون د افغانستان د كليو د پراختيا وزارت له خوا پيل شوى يو پروګرام دى چې په ترڅ كې يې د هرې سيمې لومړنيو اړيتاؤ ته په پام سره مرسته او د بيا رغاونې كارونه كيږي .

د چارواكو په وينا د دغو كسانو پر ګاډي هغه وخت بريد وشو چې د جوزجان ولايت له مركز شبرغان څخه پنځوس كيلو مټره ليرې شمال ختيځ خواته د منګه جيت ولسوالۍ ته يې مرستې رسولې .

د والي وياند وويل ، بريد د يو ناپيژندل شوي وسله وال موټر سايكل چلونكي له خوا شوى دى چې دوى يې د افغانستان د دښمنانو ملګرى بولي .

تر اوسه كومې ډلې يا شخص ددغه بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې .

خو له دې پيښې څخه يوه ورځ وړاندې يو كس چې ځان يې د وسله والو طالبانو ملګرى باله ، له نامالوم ځاى څخه ، د ټليفون له لارې بي بي سي سره په خبرو كې د ورته بريدونو د تر سره كولو ګواښ وكړ .

چارواكو وويل چې ددغې پيښې په تور يې څوك نه دي نيولي او د بريد پړه يې په هغه چا واچوله چې دوى يې د افغانستان دښمنان بولي .

د منګه جيت او شبرغان ترمنځ د سړك د بيارغاونې كار پرون پاى ته ورسيد چې يوې نادولتي ټولنې يې د جوړولو چار ې په غاړه لرلې .

د تير يوه كال راهيسې د افغانستان په شمال كې د خيريه ټولنو پر هغو كاركونكو چې د ملي پيوستون په نامه د كليو د پراخيتا وزارت د پروګرام لپاره كار كوي ، دا دوم بريد دى چې د ناپيژندل شؤ وسله والو كسانو له خوا كيږي.

له دې وړاندې د فارياب ولايت د خوجه سبز پوش په ولسوالۍ كې د سي ايچ اې په نامه د يوې خيريه ټولنې پر يو ګاډي وسله وال بريد شوى ؤ چې په ترڅ كې يې دموسسې يوتن كاركونكى ووژل شؤ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت