|
قاضي القضات د ولسي جرگې له خوا رد شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تر اوږدو بحثونو وروسته نن ( شنبې د غبرگولي ٦ د مۍ ٢٧ ) د افغانستان ولسي جرگې د دغه هيواد د سترې محکمې ريس فضل هادي شينوارى رد کړ . فضل هادي شينواري يوازې ٧٧ رايې تر لاسه کړې . ١١٧ کسانو مخالفې رايې ورکړې . ښاغلي شينواري د طالبانو د حکومت له نسکوريدو راهيسته د افغانستان د سترې محکمې د ريس په توگه دنده ترسره کوله . ولسي استازو له تيرو څو ورځې د ولسمشر کرزي له خوا سترې محکمې ته پر نومول شويو نهو قاضيانو بحثونه کول . درې ورځې وړاندې مولوي محمد قاسم او محمد عليم نسيمي د سترې محکمې د عالي شورا دوه تنه غړيو ته د ولسي جرگې استازيو د باور رايه ورکړه . خو محمد عمرمومند او شاه علي اکبر شهرستاني د ٧١ او ٩٢ رايو په اخيستلو سره وه نه شوه کړاى چې د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب تر لاسه کړي . دغو قاضيانو د ولسي جرگې د ٢١١حاضرو استازيو له رايو نه ١٠٦ رايو ته اړتيا لرله چې په دې توگه مولوي محمد قاسم ١٢٤ رايې او محمد عليم نسيمي د باور ١٠٩ رايې خپلې کړې وې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||