BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:47 گرينويچ 2006 ,27 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ٨١ کلن شينواري تعليمي اسناد د رديدو سبب شول

شينوارى
٨١ کلن فضل هادي شينوارى بې له شکه چې په ردو شويو قاضيانو کې تر ټولو ډير د پام وړ کس و .
د افغانستان ولسي جرگې په ننۍ ( د غبرگولي ٦ د مۍ ٢٧ ) غونډه کې د سترې محکمې مشر فضل الهادي شينوارى او د دغې محکمې د عالي شورا غړى محمد حسين روستايي رد کړل .

د دغو دواړو قاضيانو د صلاحيتونو د ارزونې په سر د دريو اونيو را په دې خوا تاوده بحثونه روان ول .

درې ورځې وړاندې هم ولسي جرگې دوه تنه قاضيان رد کړي وه .

که چيرته دغو دوو تنو نومول شويو قاضيانو ٩٨ موافقې رايې خپلې کړې واى نو گټونکي بلل کيده خو قاضي القضات فضل الهادي شينواري ٧٧ رايې او د سترې محکمې عالي شورا ته نومول شوي غړي محمد حسين روستايي ٥٨ رايې وگټلې ، چې په دې توگه دواړه وه نه توانيده چې په قضائيه قوه کې پاتې شي .

د ولسي جرگې ځينو غړيو په ډانگ پيلې توگه ويل چې د دغو دواړو قاضيانو لپاره د رايو کارونه ځکه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده چې د ښاغلي شينواري تعليمي اسناد بشپړ شوي نه دي او د ښاغلي روستايي کاري تجربه هومره نه ده لکه څومره چې يې په اساسي قانون کې غوښتنه کيږي .

له ډيرو تودو بحثونو وروسته چې کله نا کله به د کړکيچ په لورې هم کږيدل له راي گيرى وروسته پريکړه وشوه چې د دغو دواړو قاضيانو لپاره دې صندوقونه کيښوول شي او استازي دې خپلې رايې وکاروي .

د ولسمشر له خوا د سترې محکمې د عالي شورا له نهه کسيزې ډلې نه تر اوسه څلورکسه رد شوي دي .

تر دوى وړاندې د څلورو قاضيانو په ډله کې هم دوه تنه رد شوي ول ، او د هغو دريو تنو په سر چې د دوه گوني تابعيت خبره پورته شوې د هغوى د برخه ليک په اړه هم لا تر اوسه ولسي جرگې کومه پريکړه نه ده کړې .

خو په ردو شويو کسانو کې بې له شکه ښاغلى شينوارى ډير د پام وړ و ، دى د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته د قاضي القضات پر گدۍ ناست و .

ښاغلى شينوارى ٨١ کلن دى ، د طالبانو په واکمنى کې ده د شمالي ټلوالې په استازيتوب په اسلام اباد کې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې پر مخ بيولې خو په ولسي جرگه کې ان پخوانيو مجاهدينو د ده عمر او تعليمي اسناد د پوښتنې وړ وبلل .

د پنځو وزيرانو له ردولو وروسته ولسي جرگې د سترې محکمې گڼ نومول شوي قاضيان رد کړي دي .

په کابل کې د سياسي چارو شنونکي وايي داسې نه ښکاري چې په څه کم دوو اونيو کې به ولسمشر د دغو کسانو پر ځاى نوي کسان ونوموي .

ولسي جرگه څه کم دوه اونۍ وروسته د ٤٥ ورځو په مخ په رخصت ځي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت