|
ولسي جرگې دوه قاضيان رد کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې نن د سترې محکمې د عالي شورا د غړيو له منځه دوه تنه تائيد او دوه نور يې رد کړل . د سترې محکمې د دغو غړيو په سر ولسي استازي د څو اونيو تودو بحثونو وروسته سلا شوه ، خو اوس هم د سترې محکمې د عالي شورا د دوو تنو نوروغړو د برخه ليک په اړه جرگه کومې پريکړې ته نه ده رسيدلې . مولوي محمد قاسم او محمد عليم نسيمي د سترې محکمې د عالي شورا دوه تنه هغه غړي دي چې د ولسي جرگې استازيو ورته د باور رايه ورکړه ، محمد عمرمومند او شاه علي اکبر شهرستاني د ٧١ او ٩٢ رايو په اخيستلو سره وه نه شوه کړاى چې د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب تر لاسه کړي . دغو قاضيانو د ولسي جرگې د ٢١١حاضرو استازيو له رايو نه ١٠٦ رايو ته اړتيا لرله چې په دې توگه مولوي محمد قاسم ١٢٤ رايې او محمد عليم نسيمي د باور ١٠٩ رايې خپلې کړې . د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا ته ټول ټال نهه کسه قاضيان ورپيژندل شوي ول چې د دريو تنو په اړه يې د دوه گوني تابعيت خبره راپورته شوې او د قاضي القضات په گډون د دوو تنو نورو تعليمي اسناد بشپړ نه دي گڼل شوي . په پام کې وه چې د دغو دواړو په اړه هم ولسي استازيو پريکړه کړې وه خو په غونډه کې د مکيلانو د کمې شميرې له امله دغه بحت راتلونکو غونډو ته وځنډيد . په همدې حال کې د پنځو تنو رد شوپو وزيرانو نوم لړ هم ولسي جرگې ته نه دى رسيدلى او افغان حکومت به د هغو تر څنگ د سترې محکمې د عالي شورا لپاره هم نور غړي ولسي جرگې ته ورپيژني . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||