BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:07 گرينويچ 2006 ,19 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي: ټپي شوى ملا دادالله په کندهار کې ونيول شو
طالبان
ملا داد الله په عربي تلويزيون الجزيره د فبروري په مياشت کې ښکاره شو ، دى د وسله والو طالبانو د عالي شورا غړى و
په افغانستان کې لوړ پوړو چارواکو چې د خپل نوم له اخيستو ډډه کوي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي دي چې د طالبانو تر ټولو مهم قومندان ملا داد الله يې نيولى دى .

ملا داد الله اوس له نړيوالو ايتلافي ځواکونو سره دى خو دا چې چيرې دى په دې باب نور جزييات نشته .ايتلافي ځواکونه د ملا دادالله د نيولو په باب هيڅ نه وايي .

چارواکي وايي چې دى د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې تيره شپه ( پنجشنبې د غويي ٢٨ - ٢٩ د مۍ ١٨- ١٩ ) نيول شوى دى .

ملا دادالله د شوروي اتحاد له پوځونو سره په جهاد کې ونډه لرله . دى له ١٩٩٤ څخه چې د طالبانو غورځنگ پيليدۀ د طالبانو له غورځنگ سره يو ځاى شو .

د طالبانو لاسته لويدلي کندهار باندې د هرات د هغۀ وخت د والي اسماعيل خان له خوا د پرمختگ پر وخت ملا داد الله په يوۀ ماين وخوت او کيڼه پښه يې پرې شوه .

ملا داد الله د معيوبيدلو په سر هم د طالبانو له مخکښو قومندانانو څخه و .

د طالبانو له نسکوريدو وروسته يې د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د جنگي چارو مسووليت په غاړه لارۀ .

ملا داد الله د طالبانو د نسکوريدو په ورځو شپو کې په کندز ولايت کې و . له دۀ سره ملا فاضل هم و چې د جنرال دوستم ځواکونو ته تسليم شو .

ملا فاضل اوس په گونتانامو کې زنداني دى خو ملا داد الله وکولاى شول چې له کندز څخه په پټه تر کندهاره ځان ورسوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت