|
له سندرغاړي يارمحمد نه به ېې واورو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يارمحمد ٥٣ کلن دى اودکابل په نوي ښار کې نړى ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې ېې د مسعود سعد په ښوونځي کې وکړې اوبيا يې د نادريې عالي لېسه پاى ته ورسوله. تر هغه وروسته دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځي ته بريالى شو. ادبيات ېې پاى ته ورسول او دننگرهار دښوونکو دروزنې په عالي موسسه کې دانگريزي ژبې ښوونکى شو. دوه کاله ېې هلته تېر کړل اوبيا عسکري خدمت ته ولاړ. لا عسکر وچې په تلويزيون کې ېې يوه پښتو اويوه اردو سندره وويله . همدې سندرو يارمحمد ته شهرت ورکړ اودخلکو په ژبو شو. له راډيو تلويزيون سره ېې همکاري پيل کړه خورسمي کارېې نه کاوه. پوره يوکال وروسته هلته مقررشو اودسندرغاړي په توگه ېې دنده لرله چې په مياشت کې يوه سندره ثبت کړي. دکارډېره برخه ېې دکورنيو چارو دوزارت په هنري انسامبل کې وه . نوموړى ددې انسامبل امر وۀ . تر ١٣٦٥کال پو رې هلته پاتې شو. د١٣٦٨ کال په جوزا کې له هيواده ووت. لومړى پاکستان ته، بيا مسکو ته اوتر هغه وروسته هالند ته ولاړ چې تر اوسه له خپلو ماشومانوسره په هالند کې اوسيږي. دوه سي ډي يې ثبت شويدي چې يو يې د مينې راز اوبل ېې مينه نوميږي. دوه کسټونه ېې افغان موزيک اودوه نور ېې په لشکرگاه کې خپاره شوي وو. ډيرې سندرې ېې ددوستانو په شخصي محفلونو کې ويلې دي اوبازار ته ندي راوتلې. يارمحمد د موسيقي په برخه کې مسلکي زده کړې کړې دي . له مشهور استاد ديش پانډېټ نه ېې دوه کاله رسمي او دوه کاله شخصي موسيقي زده کړې ده. پدې وروستيو کې يې دموسيقي په برخه کې يوه شاگرده هم روزلې ده چې هما" مينه افغان " نوميږي اوپه جرمني کې ژوند کوي. دواړو په گډه سندرې سره ويلې اوثبت کړې دي . دا وروستۍ سي ډي چې مينه نوميږي او راوتو ته چمتو ده يارمحمد اومينې په گډه ثبت شوې سندرې لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||