BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2006 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قاضيان : ښځينه قاضيانې هر څه نه شي کولى

ولسي جرگه
د ولسي جرگې ټولو غړو له قاضيانو پوښتنې نه کولې بلکې يوازې دوو جرگه گيو دا حق لارۀ
د افغانستان د سترې محکمې قاضيانو ويلي چې د حدودو او قصاص په څير مسايلو کې ښځينه قاضيانې کار نه شي کولى .

دا خبره د هغو نهو قاضيانو له کتاره څلورو تنو نن په ولسي جرگه کې وکړه چې د ولسمشر له خوا د سترې محکمې لپاره نومول شوي دي .

ولسي جرگې د سترې محکمې له قاضيانو څخه د يو شمير نورو مسايلو ترڅنگ د بشري حقونو او شرعي قوانينو ترمنځ د ټکر پوښتنه هم وکړه .

د سترې محکمې له نهو قاضيانو څخه څلورو رابلل شويو د ولسي جرگې د دوو ځانگړو جرگه گيو پوښتنې ځوابولې .

په قضائيه قوه کې د ښځو د کمې ونډې په اړه د سترې محکمې ته د نومول شويو قاضيانو ځواب دا وو چې د حدود او قصاص په څير مسايلو کې ښځينه کارکونکې چارې نه شي تر سره کولاى خو د قضائيه قوې په نورو برخو کې ښځې په پراخ مټ ونډه اخيستى شي .

د ولسي جرگې ځانگړو جرگه گيو چې له دغو قاضيانو څخه د پوښتنو دنده ورسپارل شوې نور سپيناوى ونه کړ او داسې ښکاره شوه چې ظاهرآ دغه ځواب ورته د منلو وړ و .

يوه بله حساسه موضوع د شرعي قوانينو او د نړيوالو بشري حقونو ترمنځ د ټکر وه .

د قاضيانو ځواب دا و چې بشري حقونه د مظلوم ملاتړ هم کوي . په دې برخه کې هم د جرگه گيو له خوا نور سپيناوى ونه غوښتل شو .

په محاکمو کې د فساد پر موضوع د سترې محکمې قاضيان ډاډه وو چې د اداري اصلاحاتو له ترسره کيدو وروسته به دغه ستونزه گواکې حل شي .

که څه هم په افغانستان کې اداري اصلاحات له څه وخته پيل شوي خو په محاکمو کې دغه چاره لا نه ده ترسره شوې .

د سترې محکمې لپاره نومول شويو قاضيانو زياتوله چې په لنډ وخت کې به د افغانستان د قبالو او قانوني وثيقو چارې د کمپيوټر په مټ سمبالې شي چې د دوى په وينا به د جعل کاريو او درغليو مخه ونيسي .

د يادونې وړ ده چې له دغو قاضيانو څخه د پوښتنو او ځواب چارې د کابينې له غړو څخه د شويو پوښتنو په پرتله خورا بل ډول وې .

له دوى يو ځايي پوښتنې کيدې او ځواب هم وروسته د ټولو په استازيتوب يوۀ تن ورکاوۀ . په پام کې ده چې د ولسي جرگې په راتلونکې غونډه کې دغو قاضيانو ته رايه ورکړل شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت