|
ولسي جرگه کې دقاضيانو په اړه تود بحث وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان له قاضيانو څخه د پوښتنو موضوع د دغه هيواد په ولسي جرگه کې نن هغه مهال تود بحث راپورته کړل چې د اسلامي علومو د دوو پخوانيو علماو ترمنځ اختلاف پيدا شو . استاد عبدالرب رسول سياف ولسي جرگې ته د قاضيانو وربلل او له هغوى پوښتنې د اسلامي شرعې خلاف وگڼلې خو استاد برهان الدين رباني ټينگار لارۀ چې نه يوازې دغه قاضيان بايد وروبلل شي بلکې پوښتنې هم ترې وشي . دغه بحثونه د هغو نهو قاضيانو په باب د خبرو پر وخت پيدا شول چې د ولسمشر له خوا ولسي جرگې ته د تايد لپاره وړاندې شوي دي د افغانستان د اساسي قانون ترمخه بايد د ولسمشر له خوا سترې محکمې ته د وړاندې شويو قاضيانو منل يا ردول د ولسي جرگې کار وي . په همدې نيت د قاضي القضات په گډون نهه کسان ولسي جرگې ته نن د ولسمشر لومړي مرستيال ضيا مسعود وړاندې کړل . ولسي جرگه بايد له اساسي قانون سره سم دغه قاضيان ومني يا يې رد کړي خو دا حق نه لري چې پوښتنې ترې وکړي . د اسلامي جمعيت مشر او د کابل پوهنتون د شرعياتو پخواني استاد برهان الدين رباني وويل له قاضيانو څخه بايد پوښتنې وشي . د اغلې شينوارې دريځ د مجاهدينو يوۀ بل مشر استاد عبدالرب سياف تاييد کړ او زياته يې کړه چې دا عمل نه يوازې د اساسي قانون بلکې د اسلامي شرعې خلاف هم دى . ښاغلي سياف وويل قاضيان د ولسمشر د مرستيالۍ په دريځ کې وي . د ښاغلي سياف د جهاد د کلونو پخواني ملگري استاد رباني دغه نظر په دې استدلال رداوۀ چې ولسمشر دغه قاضيان ولسي جرگې ته ورليږلي دي : | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||