BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:00 گرينويچ 2006 ,14 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړې وږمه مو مليمنه وه
خوږ غږې سندرغاړې وگمه

وږمه يوديرش کاله وړاندې پيښور ته نږدې په صوابۍ کې نړۍ ته راغلې ده . لوست ېې ندى کړى خوله سندرو سره ېې له کوچنيوالي زياته مينه لرله اوله لس کلنۍ يې دسندرو په بللو پيل وکړ.

له ديارلس کلنۍ راهيسې سندرې وايي اوتراوسه ېې تردرې زرو زيات کستونه ثبت کړي دي . د موسيقى په برخه کې کوم خاص استاد نه لري خو دتلويزيون له لارې به ېې دخيا ل محمد ، گلناربيگم او نور سندرې اوريدلې او خوند به ېې ترې اخسيته چې داهم پدې ډول مشهوره سندرغاړي شوه اونن زيات شمير مينه وا ل لري.

لومړنى غزل ېې دپيښور په تلويزيون ووايه او له همغه مهال خوا مشهوره شوه.
ماستر علي حيدر، جلال سرحدي اونورو مرسته ورسره کړېده اوداېې ترننه احسان منونکې ده.

شپږ اووه کاله کيږي چې دپښتو فلمونو جوړوونکو په فلمونو کې دسندرو ويلو بلنه ورکړيده او دپښتو فلمونو ډيرې سندرې وږمې ويلې دي .

ديارلس کاله ېې له واده تيرشوي دي او څلور ماشومان لري ، درې هلکان اويه نجلۍ چې ديارلس کلنه ده او ناروغه ده ، معيوبه ده ښوريدى ، غږيدى اوگرځيدى نشي.

د بي بي سي له اوومې سټوډيوسره ېې له دوبۍ نه مرکه وکړه چې هلته ېې کنسرتونه لرل.

د نړى له لر اوبر نه ېې داوريدونکو مختلفو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت