 | | | عبدالرووف کندهارى دبي بي سي په اوومه سټوډيو کې |
عبدالرووف کندهارى پنځوس کلن دى . دکندهار په ښار کې نړى ته ر اغلى او د ښوونځي له مهاله ېې له سندرو سره مينه لرله چې همداسې پسې سندرغاړى شو. داحمد شاه بابا ليسه ېې پاى ته ورسوله .په کندهار ، لشکرگاه ، هلمند اوکابل کې ېې کار اوژوند کړى د ى. اوس په هالند کې اوسيږي. درې لوڼې اودرې زامن ېې ورسره دي. له اتو کلونو راهيسې دلته ژوند کوي. ډير عمر ېې دافغانستان دوسله وال پوځ په هنري انسامبل کې کار کاوه . دډگروالۍ تر پوځي رتبې پورې پکې ورسيد. تر دووسوو پورې سندرې به ېې دافغانستان په راډيو تلويزيون کې ثبت کړې وي. نوموړي دخپلو سندرو دثبتولو په بدل کې هيڅ پيسې نه اخسيتې. شل ديرش کسټونه به ېې افغان موزيک هم ثبت کړي وي. د موسيقي په برخه کې استاد يې نبي گل و.  |  په ښوونڅي کې مې ترانې ويلې ، ښوونکو او زده کوونکو به راته ويل چې غږمې ډير ښکلي دى اوهمداسې پسې سندرغاړي شوم که څه هم مسلکي سندرغاړى نه يم  عبدالرووف کندهارى |
په ښوونڅي کې مې ترانې ويلې ، ښوونکو او زده کوونکو به راته ويل چې غږمې ډير ښکلي دى اوهمداسې پسې سندرغاړي شوم که څه هم مسلکي سندرغاړى نه يم دلته لندن ته راغلى وو اودنيک تصادف له مخې موږ وميند اوسټوډيو ته موبلنه ورکړه . دڅه کم يوه ساعت په اوږدو کې ېې د نړى له مختلفو برخو نه داوريدونکو پوښتنې ځواب کړې. نورمعلومات به دنوموړي په مرکه کې وا ورى چې له اوومې سټوډيو نه په مستقيم ډول خپره شوه. |