BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:12 گرينويچ 2006 ,01 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قانوني : د اساسي قانون د څارجرگه دې جوړه شي

ولسي جرگه
ولسي جرگه د اساسي قانون د ١٠٦ مادې د تفسير په هکله ستونزو سره مخ وه
د افغانستان ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني له ولسمشرکرزي ځخه غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون د بيلابيلو مادو د څارىې لپاره يو ځانگړى کميسيون يا جرگگۍ وټاکي .

بل پلو ې د ماليې وزير انورالحق احدي ولسي استازيو ته د هغو مجبوريتونو سپيناوى وکړ چې نه شي کولاى په پراختيايي بودجه کې بدلون راشي د هغه په وينا پراختيايي بودجه د افغان حکومت په واک کې نه ده

د ولسي جرگې په غونډه کې د سترې محکمې له اړخه د اساسي قانون د ١٠٦ مادې د تفسير او شننې په اړه چې ولسي جرگې ته د ولسمشر له خوا د وړاندې شوې کابينې د دريو تنو وزيرانو برخه ليک هم ورسره تړل شوى خبرې اترې وشوې .

يو شمير استازيو دا پوښتنه وکړه چې ايا د اساسي قانون په ټولو برخو کې به همدغه تفسير د منلو وړ وي ؟ ښاغلي قانوني وويل هغه به د ولسمشر نه وغواړي چې په دې اړه يوه ځانگړې جرگگۍ جوړه کړي چې د ټولو قوانينو د څار دنده په غاړه واخلي او په دې توگه په راتلونکې کې د پيښيدونکو ستونزو مخه ونيوله شي .

تر دې پخوا په ولسي جرگې کې پريکړه شوې وه چې د ولسمشر له اړخه هره پريکړه په دې برخه کې د ولسي جرگې لپاره د منلو وړ ده .

احدي : ډاډه يم چې وړاندې شوې بوديجه به ومنل شي

په همدې ترڅ کې د ماليې وزير د ولسي جرگې د استازيو پوښتنې ځواب کړې او د دولت د کارکونکو په معاشونو کې يې د زياتوالي په اړه وويل چې اوس مهال د افغانستان عادي بوديجه د دې جوگه نه ده چې په دغو معاشونو کې زياتوالى راشي خو ډاډ يې ښکاره کړ چې د مرستو په راجلبولو سره به دغه چاره هم تر سره شي

ښاغلي احدي ولسي جرگې ته د وړاندې شوې بوديجې په اړه بي بي سي ته وويل چې تر ډيره بريده ډاډمن دى چې د لږو بدلونونو سره دغه بودجه ومنل شي . هغه وويل :

( زه په کافي اندازه ډاډمن يم چې دا به د ولسي جرگې له خوا منل کيږي ، ځکه موږ ټول محدوديتونه په نظر کې نيولي او ډاډه يم چې د ولسي جرگې د استازيو لپاره به د منلو وړ وي .)

د دولت يو شمير کار کونکي وايي چې د بوديجې په سر خبرې بايد ډيرې وختي پاى ته رسيدلې واى خو د راغلي ځنډ له امله د دولت ډيرې چارې هم په ټپه ولاړې دي که چيرته په دې کې نور ځندهم راځي نو ورسره به ډيرې دولتي چارې نورې هم د خند او ځنډ سره مخامخې شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت