|
افغان حکومت د لرغونو اثارو د خوندي کولو هوډ کړى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ ولايت د لرغونو اثارو دساتني لپاره د پوليسو ځانګړي ځواكونه د مزار شريف ښار ته رسيدلي دي چارواكو وويل چې ددغو ځواكونو دنده داده چې لرغوني او تاريخي ځايونه له ناقانونه كيندنو او قاچاق څخه خوندي كړي . د پوليسو دغه ځانګړې ډله د افغانستان په نورو پنځه ولايتونو كې هم د لرغونو ځايونو پر ساتنه بوخته ده . د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كولتور چارواكو په يوه خبري غونډه كې وويل چې په بيلا بيل ډول ددغو اثارو د قاچاق او ناقانونه كيندنو لړۍ روانه ده . دځانګړو پوليسو دغه پنځوس كسيزه ډله به د بلخ ولايت د هغو څلويښت ځايونو د ساتني دنده په غاړه ولري چې د لرغونو او تاريخي ځايونو په توګه پيژندل شوي دي . د پوليسو دې ډلې ډاډ څرګند كړ چې په دغه ولايت كې به د لرغونو اثارو د خپل سرو كيندنو او قاچاق مخه ونيسي . د دې ډلې مشر جنرال عبدالروف رحماني وويل . (( د ګرځنده پوستو په جوړولو سره په ټول افغانستان كې د لرغونو اثارو د ساتنې او د قاچاق د مخنيوي دنده په غاړه لرو .ددغو ځانګړو پوليسو فعاليت به پرمختيا ومومي خو سملاسي موږ د بلخ تر څنګ په پنځه نورو ولايتونو كې ورته فعاليت لرو . كابل ، كاپيسا ، لوګر ، ميدان وردك او په غور كې . په نژدې راتلونكي كې غواړو چې د بغلان ، كندوز او تخار په ولايتونو كې هم خپل فعاليت پيل كړو .خو له دې سره سره چې د پوليسو دغه ډله ډير لږ لوژيستكي او پوځي اسانتياوې لرې ، بيا هم موږ په دې بريالي شوي يو چې خپله دنده په ښه ډول پرمخ بوځو )). ښاغلي رحماني ګاونډي هيوادونه په دې تورن كړل چې د افغانستان د لرغونو ځايونو پر كيندلو او د اثارو پر قاچاق پانګه اچونه كوي . خو د كوم هيواد نوم يې وا نه خيسته .
څه موده وړاندې هم د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزير د ګاونډي پاكستان د كورنيو چارو وزير نصير الله بابر تورن كړ چې په خپل ځانګړي لرغونتون كې يې د افغانستان لرغوني اثار زيرمه كړي دي خو ښاغلي بابر دغه ګرد تورونه رد كړل . د پوليسو دغه ډله د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزارت په لارښونه فعاليت كوي . ده وويل د بلخ ولايت ولسوالانو او نورو سيمه ييزو چارواكو وار له مخه د لرغونو اثارو د ناقانونه كيندنو د مخنيوي په اړه خپله بېوسي ورسره شريكه كړې ده . ښاغلي خليق له دې وړاندې دبي بي سي پښتو ويبپاڼې ته ويلي وو چې د لرغونو ځايونو د ناقانونه كيندنو له بهير څخه سترګې نه شي پټولى او له چارواكو يې د پريكنده ګامونو د وچتولو غوښتنه كړې وه . په بلخ كې دحضر عيسى له ميلاد څخه اولس سوه كاله وړاندې له اريايي پېر نيولې د اويستايي ،بودايي او اسلامي مدنيتونو اثار شته دي چې د يادو شو مدنيتونو پاتې شونې د سترو بيلګو او نښو نښانو په توګه په ځانګړي ډول د بلخ ولايت د بلخ په ولسوالۍ كې ډيرې زياتې دي . د اريايي مدنيت د بيلګې په توګه د بلخ لرغونى ديوال او بالاحصار د يادونې وړ دي او د اويستايي او بودايي مدنييت نښه د ناواويهاره په نامه د يو لمونځي پاتې شونې او د زرګر تپه يادولى شو او د اسلامي دورې هغه يې بيا د حضرت علي كرم الله وجهه له روضې نيولې د مولانا جلال الدين بلخي تر مدرسې پورې د پام وړ دي .
خو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كولتور ريس صالح محمد خليق وويل چې په مزار شريف كې د تركې کونسلگرى په يو ليك كې ورڅخه د مولانا جلال الدين بلخي د افغاني هويت لاسوندونه غوښتي دي . ده زياته كړه . (( هغو كتابونو ته چې د مولانا په اړه دي وګورئ ، هلته لوستل كيږي چې مولانا جلال الدين له بلخ څخه دى . بل سند به چيرته پيدا شي ، دا خبر په ټولو خطي اسنادو كې ليكل شوې ده . دوى په شفايي توګه يو ډير ماشومانه دليل بل هم موږ ته وړاندې كړ چې د سيمې له خلكو يې پوښتنه كړې او د جلال الدين بلخي په نامه چا څوك نه پيژندلي .اول خو دا چې مولانا جلال الدين په كوم پير كې دلته اوسيده . بل دا چې د بلخ خلك بشپړه پوهه نه لري نو هغوى به څه ډول وكولى شي چې له لرغوني تاريخ او كولتور څخه مالومات ولري . ځكه خو تر اوسه پورې د مولانا د كور د جوړولو كار په ټپه ولاړ دى .)) ټاكل شوې وه چې د تركې د هيواد په مرسته د بلخ په ولايت كې د مولانا د كور په نامه د مزار شريف په ښار كې يو كولتوري مركز جوړ شي . مولانا جلال الدين بلخي د پاړسي ژبې له مخكښو لرغونو شاعرانو څخه دى چې په بلخ كې زيږيدلى دى . مثنوي معنوي يې ليكلى دى او د رحمان بابا په څير عارف او نړيوال شخصيت دى چې عارفانه كلام يې ان په امريكا كې هم پلويان پيدا كړي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||