|
تواب سرحدي مو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تيره اوونۍ مو د بي بي سي اوومې سټوډيو ته د پښتو ژبې وتلى فلم جوړوونکى او فلمى لوبغاړى تواب سرحدي رابللى وو . تواب سرحدي ترمرکې دوې ورځې وړاندې يوڅولنډې خبرې راسره وکړې چې دلته ېې دده له خولې را اخلم. دى وايي چې اصلي وطن ېې افغانستان دى خو دوه کلن وو چې پاکستان ته ېې کډه کړې ده. هغه مهال دى دمور په غيږ کې و. دبالاماڼۍ په سيمه کې ېې واړول . ښوونځى ىې ندى لوستى ځکه دژوند ستونزې ېې خورا ډېرې وې. خواري او مساپرې وه. مور اوپلار به ېې دخلکو مزدوري کوله اوده ته به ېې يوه گوله ډوډۍ برابروله. تواب سرحدي زياتوي: ډېر سخت کوچنيوالى ېې لاره . کله به چې خلکو دمڼې پوستکي غورځول نو ده به راټولول او خوړل به ېې. له يوه نان واى (ډوډۍ پخوونکي ) سره په گېډه مزدور شو.
نوکرې ېې زده کړه چې وروسته ېې بيا پخپله دکان هم پرانست. په لس کلنى کې ېې له اکتينگ سره زيات شوق پيداشو. په پنځلس کلنى کې له لوفرانوسر ه ملگرى شو. دده ارمان وچې کله به په هوايي جاز (الوتکه )کې ځي. تل به ېې خداى ته همدادعا کوله چې فلمي اکټر شي اوپه جهازونو کې والوزي، چا ورته ويلي ووچې کله چې ملا اما خطبه کوي نو دسړي هر سوال قبليږي. ښاغلي سرحدي همدا سوال کاوه چې که خداى ېې اکټر کړي اوپه جهاز کې په هوا ولوزي. د خداى کارونه دى اوس دومره سفرونه کوي چې له جهازونو نه ستړى دى . کله په مردان ، کله په کراچۍ ، کله په دوبۍ ، کله په چين ، کله په ماليزيا ، کله په ترکيه اوکله هم په العين اونورو بهرنيو هيوادونوکې هنري سفرونه کوي. په اوو- اتو کلونو کې ېې پنځه شپېته فلمونه جوړکړي او تر دوو سوو زيات کستونه ېې له خپلو کميډي ټوټو ، ټوکو اوسندرو نه جوړکړي دي. په داسې وتلو فلمونو کې کې برخه اخستې لکه چشن، باډيگارډ، له نظره مشې، مه خرابيږې ، ملنگ کلنگ غواړي، مزدور ، پير او فقير او نور. د څلور زرو نه تر پنځو زرو پورې تمثيلي ټوټې او نندارې ېې جوړې کړې دي. دوې ډرامې ېې همدا اوس نندارې ته چمتو کېدونکې دي. توپاني شپه او جانانه راته وايه. دوه فلمونه به ېې هم ډک شي چې يو ېې مېلمنه او بل ېې عشق لېونى کړم نوميږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||