|
کابل پر قانوني مسايلو د نړيوال کانفرانس کوربه دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مقننه او اجرايه قوې تر منځ د اړيکو دڅرنگوالي په تړاوکابل کې نړيوال کنفرانس پيل شوى دى. دغه کنفرانس ته د يو شمير بهرنيو هيوادونو د کارپوهانو په گډون د افغانستان د مشرانو جرگې او له اړوندو اداروڅخه ١٥٠ کسان ور بلل شوي دي. د افغانستان د مقننه او اجرايه قواو تر منځ د اغيزمنو اړيکو دغه کنفرانس د يو ان ډې پې يا د نړيوال سازمان د پراختيايي پروگرام له لورې جوړ شوى دى. او پکى به د آزادو بحثونو له لارې د مقننه او اجرايه قواوو ترمنځ د اغيزمنو اړيکو په جوړولو خبرې اترې وشې. د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي جوړه شوې غونډه خورا اغيزمنه وبلله . ((دغه مجلسونه خورا گټور دي، ځکه چې د مشرانو جرگې او ولسي جرگې يو شمير غړي د قانوني مسالواو د پارلمانې مسالو څخه ناخبره دي. او کوم معلومات هم چې لري نا کافي دي. دا ښه ده چې د آزادې نړۍ يو شمير کارپوهان او متخصصين افغانستان ته راځي او په دې اړه کافي معلومات ورکوي)) دغې غونډې ته د امريکا، کاناډا،فرانسې،آلمان،سريلانکا،بنگه ديش او د هندوستان له هيوادونو څخه د پارلماني چارو يو شمير کارپوهان کابل ته بلل شوي دي. ياد شوي کارپوهان به د دريو ورځو په ترڅ کې خپل نظريات او تجربې د افغانستان د مقننه او اجرايه قواوو له يو شمير غړو سره شريکې کړي. او د هغوي پوښتنو ته به ځواب ووايي. مخکې هم دافغانستان د ملي شورا يو شمير غړي د لا زياتو معلوماتو د لاسته راوړولو لپاره عربي متحده اما راتو ، ايټاليا او يو شمير نورو هيوادونو ته تللي وو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||