BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:07 گرينويچ 2006 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
واردو شوو بهرنيو غاليو افغان صنعت خراب کړى

غالۍ
افغان غالۍ پلورونکي شکايت کوي چې اوس يې د غاليو ليدو ته هم څوک نه ورگرځي .
په افغانستان كې د غاليو صنعتكاران وايي چې د بهرنيو ټغرونو او غاليو په راليږدولو سره د دوى د توليداتو بازار له ماتې سره مخامخ شوى دى .

په مزار شريف كې د غاليو د صنعتكارانو يو چارواكي انديښنه وښوده چې كه حالت په همدې ډول روان پاتې شي په زرګونو هغه افغانان چې د غاليو په توليد كې كار كوي ، له زيان سره به مخامخ كړي .

د افغانستان د ازاد بازار سياست افغان صنعتكاران او پانګه وال له نړيوالو هغو سره د سيالۍ په بهير كې له زياتو ستونزو سره مخامخ كړي دي .

د افغاني غاليو د كارځايونو چارواكي وايي چې د افغانستان بازارونو ته د بهرنيو غاليو راليږدونې د دوى د غاليو پلور له منځه وړى دى .

په دې كار ځاى كې په لسګونو ښځې او ماشومان د غاليو په اوبدلو بوخت دي .

د دوى په څير په زرګونو نور خلك هم د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې په ځانګړي توګه د غاليو د اوبدلو له لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره كوي .

غالۍ د افغانستان د لاسي صنايعو تر منځ له نورو څخه زياته لاسته راوړنه لري .

د ې صنعت په نړيوال ماركيټ كې يو وخت ډير مينه وال لرل .خو په افغانستان كې د جګړې پيل د غاليو زياتره افغان صنعت كاران د هيواد پريښودو ته اړويستل .

د اقچې او اندخوي غالۍ چې له جګړو وړاندې د افغانستان د صادراتو ترمنځ ښې ځليدلې ، د مزار شريف د غالۍ پلورونكو په وينا اوس څوك د خالي ليدو لپاره هم پلورنځيو ته نه ورګرځي .

د افغانستان د غاليو د صنعتكارانو د ټولني يو غړى عبدالستار بيګزاده وايي چې كه حالت په همدې ډول روان پاتې شي ، د دوى توليدات به خپل بازار په بشپړ ډول له لاسه وركړي .

(( زموږ د سوداګرۍ په اړه چې موږ دا مهال په څه ډول حالت كې يو ؟ څه ډول ستونزې لرو ؟موږ له كومې لارې كار واخلو ؟ زموږ ستونزې چا پورې اړه لري ؟ توليد خو مو په لاس كې دى . د غاليو زياتره اوبدونكي له هيواده ووتل .ګاونډي هيوادونه لكه ايران او پاكستان زموږ غالۍ اوبدونكو ته پنا وركوي او ښه راغلاست ورته وايي . پاكستان نن د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د غاليو د توليد كونكو هيوادونو په سر كې راځي .دا ځكه چې زموږ اوبدل شوې غالۍ د پاكستان په نامه نړۍ ته صادريږي . خو افسوس چې زموږ دولت پاملرنه نه كوي . موږ داسې هيواد يو چې يو وخت مو د غاليو په صادراتو كې لوى نوم درلود .))

دننه په هيواد كې د افغاني غاليو سوداګري له ايران ، چين او تركيې څخه د راليږدول شو ارزان بيه غاليو او ټغرونو له كبله له خنډ سره مخامخ ده .

د غاليو افغان سوداګر وايي چې دوى ته مخامخ له افغانستان څخه بهر ته د غاليو د صادرولو لپاره شرايط نه دي برابر او دوى اړ دي چې خپل توليدات پاكستان او له هغه ځايه د پاكستاني محصولاتو په نامه بهر ته وليږدوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت