|
په خوست او هلمند کې چاودنې شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د خوست په ولايت کې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه درې افغان پوليس وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي . د خوست تر دغۀ بريده څو ساعتته وړاندې د هلمند په ولايت کې ظاهرآ د يوۀ ځانمرگي بريد له امله دوه تنه برتانوي سرتيري ټپيان شول . د دغو دواړو بريدونو پړه پر القاعدې او طالب اورپکو اچول شوې ده . د خوست د دوه مندې ولسوالۍ يوۀ لوړ پوړي چارواکي سيد احمد خان وفا بي بي سي ته وويل د دوى په ولايت کې چاودنه د يوۀ ريموټ کنټرول په مټ شوې ده . دۀ وويل دغه بريد د خوست له ښاره ٤٠ کيلومتره ليرې د کابل خوست په لويه لاره وشو . د چاودنې له امله د پوليسو گادى ١٥ متره ليرې وغورځيد او پر ځاى يې کنده جوړه شوه . د هلمند په ولايت کې بيا بريد د هغۀ ولايت په مرکز لشکرگاه کې د يوې پوځي اډې په خولۀ کې وشو . په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو يوۀ وياند وويل په دغه بريد کې ټول درې سرتيري ټپيان شوي دي چې د يوۀ درملنه يې ځاى پر ځاى وشوه او پاتې دوه کسان يې روغتون ته وليږل شول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||