BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:48 گرينويچ 2006 ,12 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په رڼا ورځ غلو د کابل يو بانک لوټ کړ

د کورنيو چارو وزارت
د کورنيو چارو وزارت وايي د غلو د موندلو پلټنه يې کړې ده .
وسلوالو غلو نن ( چارشنبې د وري ٢٣ د اپريل ١٢ ) سهار شاو خوا لس بجې د افغانستان د نړيوال بانک له گاډي نه د غلا په تکل پر گاډي بريد وکړ چې د نښتې په ترځ کې د بانک يو ساتونکى وژل شوى دى.

داسې باور دى چې په دغې پېښې کې غلو شاوخوا ٧ ميليونه افغانۍ ( شاوخوا ١٤٠ زره ډالره ) تښتولې دي .

پيښه هغه مهال وشوه چې د اې اى بي AIB بانک گاډى د افغانستان بانک ته پيسې ليږدولې چې د ښار په ختيځ کې د شش درک په سيمه کې بريد پرې وشو. چې د ائتلاف ځواکونو د مرکز په يو کيلو متري کې دى .

اې اى بي شخصي بانک دى .

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د ويندوى دفتر بي بي سي ته وويل دغې پيښې کې پوځي جامو کې وسلوالو غلو د افغانستان د نړيوال بانک يو ساتونکى وژلى او موټر چلونکى يې ټپي دى.

عيني شاهدان پيښه ډيره ويرونکې انځوروي او وايي غلوسړک بند کړ، چاته يې د خوځيدو اجازه نه ورکوله او په سړه سينه يې پيسې د بانک له گاډي اوچتې کړې.

د کورنيو چارو د وزارت چارواکي وايي د غلو د نيولو هځې روانې دي.

نژدې درې مياشتې وړاندې هم په کابل کې د يوه بل بانک د وسلوالې لوټونې پرمهال يو تن ووژل شو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت