|
سنليس : زموږ د غوښتنو مخالفت ډير نه دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان كې د نشيي توكو د كر كيلې د قانوني ګرځولو د هڅو په لړ كې د سنليس د جرګې غړو په بلخ كې د څيرمه ولايتونو له كروندګرو سره خبرې كړي دي . په افغانستان كې د سنلس د جرګې مشر بي بي سي ته وويل چې د اروپا پارلمان په دې هيواد كې د كوكنارو د كښت د قانوني كولو په برخه كې د دوى د وړانديز ملاتړ كوي خو برتانيا يې مخالفه ده. په دې ناسته كې د بلخ او فارياب سر بيره د جوزجان ،سرپل او سمنګان ولايت كروندګرو ګډون درلود . د سنلس د جرګه ګۍ چارواكو هڅه كوله چې د خبرو له لارې دغه كروندګر وهڅوي چې د دوى د وړانديز په ملاتړ لاسونه پورته كړي . ډاكټر ګيلوم فارنير هغو پرمختګونو ته اشاره وكړه چې د ده په وينا افغانستان به يې د كوكنارو د كښت په قانوني كولو سره تر لاسه كړي . دۀ وويل : (( موږ د افغانستان له تړون سره همغاړي يو . موږ په افغانستان كې د ناقانونه كښت ملاتړ نه كوو.بايد د نشيي توكو ناقانونه كښت له منځه لاړ شي . زموږ پروژه د نشيي توكو د ناقانونه توليد ملاتړ نه كوي . زموږ موخه دا ده چې له نشيي توكو څخه هغه درمل چې اړتيا يې احساسيږي جوړ شي او د درملو د جوړولو لپاره وكارول شي . ټولو ته جوته ده د نړۍ ٨٠ په سلو كې وګړي مورفين كاروي د روغتيا د نړيوالې ټولنې له مخې دا د دې يوه برخه ده .نو پر دې بنست د اروپا پارلمان زموږ دا پروژه منلې ده خو يوازې د برتانيا دولت له دې سره مخالفت كوي.موږ پوهيږو چې د افغانستان په دولت كې ځنې كسان ددې پروژې غوښتنه كوي او دوٰى وايي چې داد افغانستان د اقتصادي اوسياسي پرمختګ لپاره ګټور كار دى .)) د لندن په كنفرانس كې چې د روان ميلادي كال د جنورۍ پر ۳۱ نيټه راوبلل شو په ترڅ كې يې د افغانستان تړون لاسليك شو او افغان دولت نړيوالې ټولنې ته د نشيي توكو د له منځه وړلو په موخه يوه تګلاره وړاندې كړه . په دې تړون كې په ډاګه د نشيي توكو كښت ناقانونه بلل شوى او افغان دولت او نړيوالې ټولنې ژمنه كړې چې د له منځه وړلو لپاره به يې د برتانيا په مشرۍ پريكنده ګامونه اخلي . خو په افغانستان كې د سنلس د جرګه ګۍ مشر ښاغلى فارنير وايي چې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د افغانستان قانون د دوى د غوښتنې ډير مخالف نه دى . خو افغان چارواكو بيا بيا د سنلس د ټولنې غوښتنه رد كړې ده . د افغانستان ولسمشر حامد كرزي ترهګري او د نشيي توكو توليد دوه داسې خنډونه بللي دي چې ددې هيواد سياسي او اقتصادي ټيكاو ګواښوي . ده په يوه وينا كې د افغانستان د ولايتونو چارواكو ته وويل چې كه د نشيي توكو د توليد مخه ونه نيول شي ، نشيي توكي به دوى له منځه بوځي . له بلې خوا بيا زياتره افغان كروند ګر د سنلس د جرګه ګۍ د وړانديز ملاتړ كوي . د بلخ ولايت يو كروندګر شاه محمود وايي چې دوى د ډيرې بېوزلۍ له كبله نشې كولى چې له خپلو ماشومانو سره د زده كړو په برخه كې مرسته وكړي . دده په وينا د ځمكو دوديز توليدات يې اقتصادي اړتياوې نه پوره كوي او پر كوكنارو بنديز دى . ځكه خو وايي بېوزلي يې دې ته هڅوي چې پر ماشومانو هم د روزي د ګټلو لپاره كار وكړي . دا لومړى ځل نه دى چې د سنلس جرګه ګۍ د افغان كروندګرو د هڅونې لپاره له پلازمينې كابل څخه بهر سفر كوي بلكې مزار شريف له هرات ، كندهار، هيلمند ، ننګرهار او كندوز څخه وروسته شپږم ښار دى چې د دغې ټولنې غړي په كې له كروندګرو سره ليده كاته كوي . ټاكل شوې وه چې چارواكي هم په دې ناسته كې ګډون وكړي خو يو هم نه و راغلى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||