BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:42 گرينويچ 2006 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران : امريکا رواني جگړه کوي
علي لاريجاني
علي لاريجاني وويل که پر ايران بريد وشي نو بريد کونکى به چټک ځواب ترلاسه کړي
ايراني چارواکو دا راپورونه بې ارزښته بللي چې وايي واشنگتن ښايي پلان ولري چې د ايران پر اسلامي جمهوريت باندې پوځي بريد وکړي .

د ايران د اتومي چارو مشر مرکچې علي لاريجاني وويل ، که امريکا په جدي توگه دغه ډول پلان لرلى ، نو خپل دغه پلان به يي نه په ډاگه کاوه . هغه وويل د ايران ماتول يو آسانه کار ندى

ښاغلى لاري جاني چې د ايران له مهمو پوځي چارواکو څخه دى ، وايي د ايران پر ضد د پوځي عمل گواښونه ، د تهران پر ضد د امريکا يي رسنيو د رواني جگړې يوه برخه ده .

ده وويل که پر ايران بريد وشي نو بريد کونکى به چټک ځواب ترلاسه کړي .

په همدې حال کې ښاغلي لاري جاني واشنگتن ته گوا ښنه وکړه چې بايد له هغه څه څخه چې په عراق کې ېې پر سرتيرو پيښ شويدي ، زده کړه وکړي .

بل لورته د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ، حامد رضا آصفي ، پر ايران د ممکنه بريد ريپوټونه ، د ده په خبره د امريکا د قهر او نا هيلى نښه وبلله .

خو د ايراني چارواکو له دغو څرگندونو سره سر ه، د ې ريپوټونو د ايران د عامو خلکو تر مينځ انديښني رامينځته کړيدي .

ځکه په تيرو کلونو کې ايرانيانو پخپل گاونډ کې ، له عراق سره د ايران د جگړې ناخوالي ليدلي دي او دوى سخته ويره لرى چې که د ايران اټومي لانجه په سوله ييزه توگه اواره نه شي ، نو ښايي يو وار بيا له دهماغسې برخليک سره مخامخ شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت