BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:39 گرينويچ 2006 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرانسوي اعتراض کونکي خپل برياليتوب لمانځي
ژاک شيراک
ښاغلي شيراک وويل ځوانانو ته دکارونو موندلو لپاره به نورې لارې چارې ولټوي
د اعتراض کونکو خلکو سره له ېوې مياشتې مقابلې ورو سته ، د فرانسې حکومت خپله ماته ومنله او داستخدام نوى وړاندې شوى قانون يې بيرته لير کړ.

په مليونونه خلک سړکونو ته راوتلي وو ، د تيرکال په شان د بغاوتونو خطر موجود وو . ښونځي او پو هنتونونه د احتجاجونو له کبله بند وو .

د غو ټولو شيانو په پاى کې ولسمشر شيراک دې نتيجې ته ورساوه چې دغسې يو حالت بايد پاى ته ورسوي .

د لومړني استخدام قرارداد داسې يو اقدام و چې د هغې له مخې کار فرمايانو کولي شو چې ځوانان په اساني سره په کار وگماري او هر وخت ېې چې زړه وشي له کاره ېې وشړي . خو اوس حکومت دغه قانون رد کړ.

ښاغلي شيراک ووېل چې د ځوانانو د کار موندنې لپاره به نوې لارې چارې ولټول شي .

لو مړى وزير د مينيک دويلپين چې د رد شوي قانون جوړنکى وو ، په هيواد په ټلويزيون کې څرگند شو او د قانون د ردولو دلايل ېې وړاندې کړل .

که څه هم د هغه د استعفا غوښتنې شوې وې ، خو هغه خواشيني وښوده چې د ځوانانو د بيکاري د له مينځه وړلو په برخه کې دده په تگلارو خلک سم ندي پوهيدلي .

د ځوانانو پلوى ډلو او کار گري اتحاديو ددې تاريخي برياليتوب ستاينه وکړه او ژمنه ېې وکړه چې خپل غورځنگ ته په دوام ورکوي چې دغه قانون بيخي له مينځه ولاړ شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت