BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:27 گرينويچ 2006 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بادغيس کې ٥ تنه روغتيايي کارکونکي ووژل شول
افغانستان
د افغانستان په شمال لويديز کې د بادغيس په ولايت کې وسله والو کسانو پر روغتيايي مرکز بريد وکړ ، پنځه کسان ېې په گوليو ووژل.
نا پيزندل شويو وسله والو کسانو پر روغيتايي مرکز بريد کې يو ډاکتر او څو نور کسان په گوليو ووژل .

د افغانستان په شمال لويديز کې د بادغيس په ولايت کې وسله والو کسانو پر روغتيايي مرکز بريد وکړ ، پنځه کسان ېې په گوليو ووژل.

د بادغيس والي عنايت الله عنايت وويل د يکشنبې په ورځ ناوخته ، يو شمير وسله والو کسانو په روغتيايي مرکز بريد وکړ او ودانۍ ته تر اور اچولو وړاندې ېې يو ډاکتر او څو نور کسان ووژل . نوموړي زياته کړه امنيتي ځواکونه اوس ددې بريد پلټنه کوي ، ځکه چې وايي دلته طالبان فعال ندي .

بل لورته ، د هلمند په ولاېت کې ديو ماين په چاودنه کې د نشه ېې توکو سره د مبارزې د ځانگړو پوليسو دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شويدي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت