BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:47 گرينويچ 2006 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کراچۍ په گڼه گوڼه کې ډير خلگ مړه شوې دي
يوه ژوبل شوې ماشومه په روغتون کې
د کراچۍ په گڼه گوڼه کې ډير ې ښځې او ماشومان ژوبل شوې دي
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې لږ تر لږه ٢٦ ښځې او ماشومان د مولود شريف په درشل کې په گڼه گوڼه کي تر پښو لاندي شوي او مړه شوي دي او څه باندي ٧٠ نورې ښځې ژوبل شوې دي.

په کراچۍ کې د پوليسو يوه افسر وويل دا پيښه هله رامنځ ته شوه چې کله يوه نجلې د ودانۍ له زينو څخه راولويده. په دې ترڅ کې ځينوښځو د هغې سره د مرستې هڅه وکړه.
ددغې گڼه گوڼې په نتيجې کې ښځې او ماشومان تر پښو لاندي شول.

افسر زياته کړه په زرگونوښځې او ماشومان د حضرت محمد ص د زيږيدلو د کاليزې د مراسمو د لمانځلو لپاره د فيضان مدينه په نوم مسجد کې راغوندې شوې وي.

په کراچۍ کې د روغتونونو ډاکټران وايي چې دوى د لسگونو ښځو او ماشومانو چې بي سده دي درملنه کوي.

وايي د ډيرو ناروغانو صحي وضع ډيره خرابه ده. ډاکټران د راډيو او تلويزيون له لارې له وگړو څخه د وينو د ورکولوغوښتنه کوي. .په څو کلنو کې په هيواد کې د ښځو په غونډه کې دا تر ټولو ناوړه پيښه ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت