|
کندهار کې بمي بريد ١١ کسان ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سړک پر غاړه ايښودل شوي دوه بمونه يو په بل پسې وچاوديدل. لو مړي بم هله وچاوديدکله چې د افغان ملي پوليسو کاروان د ښار په منځ کې تيريده. د فاع وزارت وايي چې په دغه چاودنه کې دوه افغان سر تيري ژوبل شول. خو کله چې پوليس دغې سيمي ته چې د پوځ له لور ي يې پلټنه کيده ورسيدل دوهم بم څو متره ليرې وچاوديده چې پکې د څوامنيتي ساتونکو په گدون ملکي خلگ چې لدې ځايه تيريدل تپيان شول. په څو ورځو کې پر پوځ او سوله ساتونکو ځواکونو دا دريم لوى بريد دى چې تر سره کيږي. د شنبې په ورځ د هرات د ښار په منځ کې د ځان وژونکي بريد په نتيجه کې دوه ملکي کسان او يو پوليس ووژل شول. د جمعې په ورځ د هلمند په ولايت کې په ېوه بل ځان وژونکي بريد کې ٣ امريکايي سر تيري ژوبل شول . په دغو دواړو بريدونو کې هدف د نړيوالو ځواکونو اډې وې . دوى ويلي دي چې په ځانگړي توگه هغه په زرگونو ځواکونه به دخپلو بريدونو هدف گرځوي چې افغانستان ته راځي او د هيواد په جنوب کې د ناټو تر مشرى لاندې د نړيوالو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى کيږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||