BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:33 گرينويچ 2006 ,08 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هند (( فېشن شو )) په لوڅه ننداره بدله شوه
د ممبۍ فېشن شو
د هند په ممبۍ کې د فېشن نندارې ډيرو جامو خلک هېښ کړل
د هندوستان د مهاشترا په ايالت کې پوليس وايي د فېشن شو يا نندارې پر وخت چې ستورو کومې جامې اغوستې وې هغه يوه تيروتنه وه .

ستونزه يوازې دا نه وه چې دغه جامې تر ډيره بربنډې وې بلکې کومو ستورو چې اغوستې وې هغوى هم ورسره روږدې نه وې .

په يوه پېښه کې د يوې ماډلې يا ستورې ټټر هغه وخت په بشپړه توگه لوڅ شو چې پر سر پروت ټوکر يې وشکيدۀ .

په يوې بلې پېښې کې د يوې بلې ماډلې د کميس شاتنى زنځير پرې شو ، ملا يې هسې هم لوڅه وه لاندې هم پسې لوڅه شوه .

په دې پېښه قهر و غصه دومره زياته شوه چې ايالتي جرگې پرې بحث وکړ او د تحقيق غوښتنه يې وکړه .

د مهاشترا ايالت د پوليسو مشر ار ار پټيل وويل دوى پلټنې وکړې او ورته جوته شوه چې دغه دواړه پېښې اتفاقي وشوې چا په لوى لاس داسې څه په خيال کې نه و .

د مهاشترا ايالتي جرگې يوۀ غړي بي بي سي ته وويل (( دغه فېشن شو يا ننداره هسې هم پر ځاى نه ده ، کومې جامې چې ستورو اغوستې وې هغه تر نيمايي ډيري بربنډې وي . زۀ غواړم چې د هند د ښځو ټولنې سره ټولې شي او اعتراض وکړي . ))

نورو هم په خپل اعتراض کې ويلي چې دا له هندي کلتوره ليرې خبره ده .

تر هغه وروسته چې زنځير وشکيدۀ دغې ستورې هڅه وکړه چې ځان پټ کړي .

د فېشن يوې تنظيمونکې انتيا ډونگرا وويل که چيرې لږ څه دقت شوى واى دا ستونزې ښايي نه واى ليدل شوې .

د دې په گومان بايد له جامو سره دغه ستورې روږدې شوې واى .

په فېشن شو يا نندارو کې د جامو نوي ډيزاينونه وړاندې کيږي چې په لويديځه نړۍ کې خورا ډير مينه وال لري .

البته په لويديځ کې هم د هند په څير ستونزې کله نا کله ليدل کيږي .

په ٢٠٠٤ کال کې د امريکا سندرغاړې جېنت جکسن هغه وخت گنگوسو او شور ته خبره راکاږله چې د يوې نندارې پر وخت يې ټټر لوڅ شو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت