|
د پاکستان او افغانستان اړيکې – ستونزه څه ده؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ترهګرۍ پر ضد جګړې په افغانستان کې د رژيم او په پاکستان کې د افغانستان په اړه بهرنۍ تګلارې ته چورلټ تغير ورکړ خو د دواړو هېوادو ترمنځ اړيکې اوس هم لوړې ژورې ويني. په داسې حال کې چې حامد کرزى او جنرال پرويز مشرف د امريکا په مشرۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يو بل ته د ښه ملګري په سترګه ګوري خو په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لفظي مناقشه ان دومره اوج ته ورسېده چې افغان ولسمشر حامد کرزى چې همېش يې نېغ په نېغه د پاکستان له نوم اخيستو څخه ډډه کړې ده وويل چې ګاونډي هېواد پاکستان افغانستان ته مشکوکه اورپکي ورلېږي او دا ډول جنرال مشرف په لومړي ځل سخته لهجه خپله کړه او حامد کرزى يې د خپل هېواد له دننه چارو څخه ناخبره وباله. د افغانستان د مشرانو جرگې د مشر صبغت الله مجددي دا تور چې پر دۀ بريد پاکستان کړى او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير غوښتنه چې پاکستان دې په ويجاړوونکو وسلو د افغان اتلانو نومونه نه ږدي هغه بېلګې دي چې په ځواب کې يې د پاکستان له خوا هم ورته تورونه وليدل. که څه هم دواړه هېوادونه اوس خاموشه شوي خو د انګريزي په اصطلاح دې ته تر طوفان له مخه خاموشي يا بيا برعکس تر طوفان وروسته خاموشي هم ويل کېداى شي. کابل وايي چې يو باثباته پاکستان د افغانستان په ګټه دى او اسلام اباد پخپل وار سره وايي چې يو باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دى خو په عمل کې داسې بېلګې شته چې په پاکستان کې تګلارې جوړوونکي داسې فکر کوي چې بې ثباته افغانستان د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يا جګړې لوى لامل د ډيورنډ کرښه ده چې د افغانستان اوسنى حکومت يې په اړه په ډانګ پيلې خبره نه کوي او پاکستان بيا د داسې هڅې ښکارندويي کوي چې دغه کشاله په رسمي توګه راپورته نه شي دواړه هېوادونه په دې اړه خپلې اندېښنې په زړه کې ساتي خو د يوبل د تنګولو لپاره نور موضوعات لکه پر پوله باندې د مشکوکو جنګياليو اوړېدل راوړېدل راپورته کوي او دا هغه څه دي چې د دواړو هېوادو ترمنځ يې په اړيکو کې مخشوشتيا رامنځ ته کړې ده. پاکستان د جوړېدو سره سم په دې هڅه کې دى چې له کابل سره د ډيورنډ کرښې په اړه پخپله ګټه يو تړون لاسليک کړي خو افغانستان هغه يوازينى هېواد و چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې يې د پاکستان د جوړېدو مخالفت په دې اساس وکړ چې پاکستان د يو نوي هېواد په توګه د افغانستان لويه برخه ځمکه قبضه کړې ده . همدا مخالفت و چې د افغانستان په اړه پاکستان د ستراتيژيکې ژورتيا يوه اوږد مهاله تګلاره جوړه کړه چې سړې جګړې او افغانستان کې کمونسټ کودتا پاکستان ته په افغانستان کې زيات امکانات مساعد کړل. د ځينو رپوټونو ترمخه پاکستان ان د ډاکټر نجيب الله سره د ډيورنډ کرښې په اړه د معاملې هڅه وکړه خو بريالى نه شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر افغانستان ته له دوو اجنډاوو سره لاړ چې يوه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو بل ته د مطلوبه جنايتکارانو د سپارلو تړون او بله اجنډا د ډيورنډ کرښې په اړه د تړون لاسليکول و خو طالبانو لومړۍ خبره ورسره ومنله او ډيورنډ لاين په اړه يې له تړون کولو انکار وکړ. د طالبانو دغه انکار په پاکستان کې حکومت پلوه بانفوذه ورځپاڼې راوپارولې او ويې ويل چې د پاکستان لاسپوڅى طالب رژيم د ډيورنډ تړون نه لاسليک کوي چې دا د دوى په وينا د پاکستان له احسانونو څخه سرغړونه ده.. که تاريخي حقيقتونو ته وکتل شي نو ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادو ترمنځ اساسي لانجه ده چې ورڅخه د پاکستان او افغانستان اوسني حکومتونه هم سترګې نه پټوي خو د دغې لانجې چينل يې د نورو موضوعاتو په لور بدل کړى دى. پاکستان د افغانستان پر پوله ښايي ځکه مشکوکه جنګيالي له فعاليته نه پرېباسي چې دا ډول افغان حکومت وډاروي او افغانستان د امريکا د فشار زياتولو لپاره د پاکستان د دې ډول لاسوهنې موضوع په جديت راپورته کوي. په داسې حال کې چې د ډيورنډ کرښې په اړه د پاکستان دوسيه کمزورې ده او د افغانستان ادارې ضعيفې دي نو اړتيا دې ته ده چې د پاکستان او افغانستان د ثبات لپاره د دواړو هېوادو مشران يو بل ته د زړه خبره وکړي او په حکومتي کچه دا اندېښنې بحث کړي او يو داسې حل يې راوباسي چې دواړو هېوادو ته د منلو وړ وي. که چېرې افغانستان د لانجې په اړه يو موقتي جوړجاړى وکړي نو د خپل هېواد د دننو ادارو او سيستم د جوړولو لپاره به سا واخلي ترڅو په ځان سمبال يو پياوړى هېواد وګرځي او بيا د ډيورنډ موضوع که وغواړي راپورته کړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||