|
حاجي محمد کامران مو د اوومې سټوډيو مېمله وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د حاجي کامران عمر به د ٥٣ او٥٤ کلونو په شاوخوا کې وي د کابل په مراد خانه کې نړى ته راغلى دى . پلار ېې پخوانى پوځي افسر و. داستقلال ليسه ېې ولوسته . ترهغه وروسته ېې سوداگري کوله . د ښوونځي له مهاله ېې له ډرامو سره مينه لرله او برخه به ېې پکې اخيستله . لومړنى ډرامه ېې ازدواج اجباري نومېدله . په ١٣٥٦ کال کې حکومت ايران ته د يوې لنډې مودې لپاره واستاوه . د يوه لنډ پراکتيک او ستاژ لپاره . په کابل نندارې کې يې په نندارو کې برخه لرله. د هنر او ثقافت په رياستونو کې ېې کار کړى دى . له ١٣٥١ کال نه را هيسې يې د ديرشو کلونو لپا ره په راډيو افغانستان کې کار کاوه . په افغان فلم کې ېې هم کار کړى دى . لومړنى هنري فلم چې ښاغلي کامران رول پکې لوبولى ، روزهاى دشوار نومېدۀ. خورا زياتې تمثيلي ټوټې ېې ډکې کړې دي . د شيرين گل او شېر آغا په سيريال کې خورا وځلېدۀ . دا سريال ٢٦ برخې و او په يوه نيمه مياشت کې جوړ شو. ددې سريال په جوړولو کې سرور انوري ، وحيد صمدزي، هارون يوسفي، اونجيب ثاقب زيار ايستلى و. د پروډيوسري چارې ېې د عايشه جلالي پر غاړه وې . ف . عبادي، حميده عبدالله، عزيزالله هدف، انيسه وهاب ، هما مستمندي اوپخپله حاجي محمد کامران رولونه پکې لوبولي وو. دې سريال د مهاجرت په کلونوکې هم دوام وموند او په روسيه کې د احمد شاه په مرسته او همکارى دوې برخې جوړې او نندارې ته وړاندې شوې چې خورا ډير مينه وال ېې لرل . د ډايرکت چارې ېې د انجنير لطيف پر غاړه وې او پروډيوسر ېې احمد شاه و. دپخوانىو لوبغاړو سربېره دلته صبور سرباز هم رول پکې ولوباوه . وروسته د امريکې په محتدو ايالتونو کې نظير مردمي همدې سريال ته دوام ورکړ او د شير آغاى دغل باز په نوم يوه برخه ېې ترتيب او ويديو کست ته وړاندې کړه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||