BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2006 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د برتانوي پوځ د امنيت په هکله انديښنې
هلمند کې برتانوي ځواکونه
برتانوي چارواکي وايي چې ددوى ځواکونه د سيمه ايزو بزگرو سره د جگړې لپاره ندې تللي
د بر تانيا يوې پارلماني کميټې د هغو برتانوي عسکرو د امنيت په اړه چي افغانستان ته استول کيږي انديښنه ښودلې

په نظر کې دي چې تر ٣٠٠٠ نه زيات برتانوي عسکر افغانستان ته وليږل شي چې هلته د نورو برتانوي عسکرو سره يوځاى شي . خو د برتانيي د پارلمان د دفاعي چاروکميټه د هغوى د امنيت په هکله انديښمنه ده

ددغې کميټې په يو وروستي راپور کې ويل شوي چې د افغانستان په جنوب کې دبرتانوي عسکرو شته والى ښايي په لنډه موده کې پدغه سيمه کې د امنيت د خرابوالي سبب شي

دغې کميټې و ويل د افغانستان په جنوب په تيره بيا په هلمند ولايت کې چې برتانوي عسکر پکې ځاى په ځاى کيږي ، د کوکنارو کر او ترياکو تجارت دومره پراخ دى چې که برتانيوي ځواکونه د هغې په مخنيوي کې برخه واخلي ، ددوى عسکر به د سختو بريدونو دخطر سره مخ شي

راپور وايي چې د طالبانو وسله وال پلويان او نورې ډلې ددغې سيمې بزگران دکوکنارو کرهنې ته هڅوي اود هغوى امنيت ساتي

دبرتانيا پوځي سرچينو ويلي چې د افغانستان په جنوب کې د موجودو خطرونه څخه خبر دي خو ددوې ماموريت اودنده دا نده چې د سيمې د بزگرانو سره وسله واله مبارزه وکړي

په هلمند کې پوځي ماموريت

هيله کيږي چې نور تازه برتانوي ځواکونه د ناټو يا شمالي اتلانتيک تړون د ماموريت د پراختيا دپراوگرام په لړ کې ، په افغانستان کې د امنيتي حالاتو د ښه کولو په نيتد دغه هيواد د هلمند ولايت کې ځاځ په ځاى کړل شي

هلمند د هغو سيمو څخه دى چې د مرکزي دولت مخالف عناصر پکې وسله وال عمليات اوبريدونه کوي چې ويل کيږي د طالبانو پلويان دي

خو برتانوي چارواکي وايي چې ددوى ځواکونه د سيمه ايزو بزگرو سره د جگړې لپاره ندې تللي . هغوى ټينگار کوي چې د مثال په توگه ددوى ځواکونه به د کوکنارو له منځه وړلو کې برخه نه اخلي او په عومي توگه به د افغانستان د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت