|
افغانستان ته د امريکا د غوړيو مرسته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکې متحده ايالاتو د کرنې وزارت د افغانستان له ماليې وزارت سره د پنځو ميليونو ډالرو په ارزښت د غوړيو د مرستو ټړون لاس ليک کړ. د ماليې وزارت وايي چې د غه غوړي به د افغانستان او پاکستان په آزادو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي او تر لاسه شوې پيسې به د افغانستان د بيارغونو په ځينوو پروژو ولگيږي. دغه تړون په افغانستان کې د امريکې سفير رونالد نيومن او د افغانستان د ماليې وزير انوار الحق احدي ترمنځ لاس ليک شو. نژدې نه زره ټنه مرسته شوي غوړي به د يوې شخصي کمپنۍ په مرسته د ماليې وزارت له لوري په آزادو بازار نو کې و پلورل شي. او تر لاسه شوې پيسې به د افغانستان ملې بوديجې ته ورکړل شي. د افغانستان د ماليې وزير انوار الحق احدي وويل چې د دغه غوړيو په بدل کې تر لاسه شوې پيسې به د کرنې او لوړو زده کړو وزارتونو په گډون د ځنگلونو په بيارغولو ولگول شي. ((دغه پيسې د کرنې ،د ځنگلونو او د لوړوزده کړو په ځينيو بيارغونو پروژو مصرفيږي. تير کال هم د امريکې حکومت همداډول مرستې کړى وى چې ارزښت يې لسو ميليونوډالرو ته رسيده. خوسږ کال دغه مرستې لږې کمې شوې دې چې پنځو ميليونو ډالرو ته رسيږي . دغه غوړي د بازار په بيه خرڅيږي . او هيچ چاته د پلور په بيې کې کوم تخفيف ندى ورکړل شوى.)) ښاغلي احدى زياته کړه چې د دغو غوړيو يوه زياته اندازه به له هيواد څخه بهر په پاکستان کې و پلورل شي. په افغانستان کې د امريکې سفير ښاغلي نيومن وويل چې نوموړې مرستې د امريکې د کرنې وزارت او د دغه هيواد د کانگرس له لوري افغانستان ته په وړيا توگه بيلې شوې دي. تير کال هم د امريکې له لوري د ١٠ ميليونو ډالرو په ارزښت دغه ډول مرستې افغانستان ته ورکړل شوې وې. خو تر اوسه هم د دغه هيواد په بازارنو کې د غوړيو د پير او پلور په بيو کې څه بدلون ندى راغلى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||