BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:43 گرينويچ 2006 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هالند يوبل پخوانى افغان چارواکى ونيوۀ
د څرخي پله زندان
په کابل کې د څرخي پله په زندان کې د افغانستان دبيلابيلو حکومتونو په وخت کې ډير بنديان ساتل کيدل
د افغانستان د پوځي استخباراتو د ادرارې يو پخوانى لوړ رتبه مامور، عبدالله فقير زاده ، د کمونست پلوه حکومت د واکمنۍ پر مهال د بشر ضد جنايتونو په تور، په هالند کې نيول شويدى .

نوموړى د تيرې جمعۍ په ورځ د هالند او جرمني ترمنځ پوله کې هغه مهال ونيو ل شو چې هڅه ېې کوله له پولې واوړي او برلين ته سفر وکړي .

د هالند دڅارنوالانو له قوله ويل شوي چې په روتر دام کې د هغه د کور تالاشي هم شويده .

ښاغلى فقير زاده ، په ١٩٨٠ کلونو کې په افغانستان کې د کمونيست پلوه حکومت د واکمنۍ پر مهال د پوځي استخباراتو د ادارې دمشر مرستيال وو .

ادعا شوې چې په دغو کلونو کې په لسگونو زره کسان د وخت د واکمنۍ سره د مخالت له کبله زورول شوي ، بنديان شوي او وژل شويدي .

تير کال د اکټوبر په مياشت کې د پوځي استخباراتو دوه پخواني مشر چارواکي ، جنرال حسام الدين حسام د پوځي استخباراتو د ادارې مشر ، او حبيبالله جلال زوى ، ددغې ادارې يو لوړ رتبه مامور ، د جنگي جرمونو له کبله په هالند کې يوې محکمې په ١٢ او ٩ کلونو بند محکوم کړل . خو تورنو کسانو ځانونه بې گناه وبلل او لوړه محکمو ته ېي اپيل وکړ .

همداراز د افغانستان د استخباراتو يو بل پخوانى مشر ، اسدا لله سروري ، لنډه موده مخکې په کابل کې تر محاکمې لاندې ونېول شو. د غه محاکمه هم دوام لري

که د پوځي استخباراتو پر نوي نيول شوي چارواکې عبدالله فقير زاده باندې د جنگي جرمونو د ادعاوو تورونه ثابت شي ، د بند له سزا سره مخامخ کېداى شي .

د هالند د قوانينو له مخې ددغه هيواد محکمې حق لري هغه کسان محاکمه کړي چې بهر کې پر بشري ضد جرمونو باندې تورن وي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت