BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:30 گرينويچ 2006 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ماينونو پرضد د مبارزې نړيواله ورځ ولمانځل شوه

ماينونه
ماين شنډونكې نادولتي ټولنې په افغانستان كې وايي چې د تيرو څو كلونو په ترڅ كې يې څلور ديرش زره انسان ضد ماينونه له منځه وړي دي .
ددې کال شعار د ماينونو دخطر په وړاندې د خلکو پوهاوى دى . ملگري ملتونه وايي د ٢٠٠٥ م كال په اوږدو كې دوه مليونه عادي افغانانو ددې خطر په وړاندې پوهاوى تر لاسه كړى دى.

افغانستان لپاره د ملگروملتونو ځانگړي استازي ټام كوينيګز د ماينونو په وړاندې مبارزه د امنيت د ټينګښت لپاره اړينه وبلله او وېويل چې ملګري ملتونه او افغان دولت غواړي چې افغان وګړو ته د امنيت او اقتصاد له پلوه د هوسا او سوله ييز ژوند شرايط برابر كړي .

غونډه د جوزجان ولايت مركز شبرغان ته څيرمه په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نوي پيل په نامه د پروګرام د چارواكو له خوا رابلل شوې وه .

د نوي پيل پروګرام د افغان دولت په مرسته له پخوانيو مليشو څخه ناقانونه وسلې راټولوي .

په افغانستان كې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ټام كونيګز دغه سيمه د ماينونو په وړاندې د مبارزې اصلي مركز وباله او زياته يې كړه چې ځكه يې دغه ولايت د ماينونو په وړاندې د نړيوالې ورځې د لمانځنې لپاره غوره كړ چې ماين شنډونكو نادولتي ټولنو په دغه سيمه كې دده په وينا ستر خطر ته وږه وركړه .
دده اشاره د ماينونو او ناچاودلو توكو يوې سترې زيرمې ته ؤ .

د غوڼدې په سيمه كې تيره مياشت د ماينونو او ناچاودلو توكو ياده شوې ستره زيرمه وموندل شوه چې د چارواكو په وينا پنځه ويشت زره ماينونه او نژدې اتيا ټونه چاوديدونكي توكي په كې ځاى په ځاى شوي ؤ .

ټاكل شوې ده چې ددغې زيرمې ماينونه او چاوديدونكي توكي له منځه يوړل شي .
سم لاسي چارواكو ددغې زيرمې سل ماينونه په سمبوليكه توګه د برښنايي تڼيو په كېښكاږلو سره له منځه يوړل .

په افغانستان كې د ملګرو ملتو استازي وويل چې په راتلونكو لسو كلونو كې به هغه سيمې د ماين له شتون څخه پاكې شي چې خلك يې له هر ځاى څخه زيات د ماين له خطر سره مخامخ دي .

ماين شنډونكې نادولتي ټولنې په افغانستان كې وايي چې د تيرو څو كلونو په ترڅ كې يې څلور ديرش زره انسان ضد ماينونه له منځه وړي دي .

په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې استازو وويل چې په دې هيواد كې د ماين ضد مبارزه د امنيت د ښه كولو لپاره د افغانستان د تړون مهمه برخه ده چې په لندن كې يې نړيوالې ټولنې ژمنه كړې ده.

دكاناډا هيواد چې په افغانستان كې د ماينونو په وړاندې د مبارزې د بهير له مخكښو مرسته كونكو څخه شميرل كيږي ، د ماينونو د له منځه وړلو په برخه كې يې غونډې ته راغلې استازې ،اليزابت يلدو جونز د ډيرو مرستو ژمنه وكړه او د ا يې په دې هيوادكې د امنيت د ټينګښت لپاره يوه اړتيا وبلله .

په افغانستان كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو مرستيال قومندان جنرال هنز ورنر ژمنه وكړه چې د افغانانو د امنيت په خوندي كولو او د جګړو پر ځاى د سولې په رابللو كې دوى له افغان دولت سره پر مرستې ژمن دي .

د جوزجان والي جمعه خان همدرد د ماينونو په له منځه وړلو كې د نړيوالې ټولنې ونډه وستايله او هيله يې وكړه چې په بيلا بيلو برخو كې نورې مرستې هم ورسره وكړي .

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان كې څلور اشاريه دوه مليونه افغانان د ماين له خطر سره مخامخ دي .

په افغانستان كې د نړۍ د شاوخوا اتيا هيوادنو تر منځ تر ګردو ډير ماينونه خښ دي .

د درې لسيزو د جګړو په ترڅ كې خښ شوي ماينونه چې بنسټ يې په دې هيواد كې د پخواني شوروي د ځواكونو يرغل ږدي ، هره مياشت په افغانستان كې له اوياو څخه تر سلو پورې افغانان د ملګرو ملتو په وينا ددغو ماينونو له كبله ژوند او يا د بدن غړي له لاسه وركوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت