BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:32 گرينويچ 2006 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايتلافي ځواکونه د وژل شوو عسکرو په اړه پلټنې کوي

همند کې برتانوي ځواکونه
پدې وروستيوکې په سلگونو برتانوي ځواکونه په هلمند ولايت کې ځاى په ځاى شويدي
په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف پر خپلې يوې هډې د تېرې اوونۍ د يوۀ بريد په اړه پلټنې کوي. په بريد کې دوه پوځيان چې يو يې امريکايى او بل يې کانادايى وه وژل شوي و.

د متحده ايالتونو د پوځ يوۀ وياند وويل چې دا پلټنه به معلومه کړې چې آيا دغه کسان د خپلو ملگرو په ډزو لگيدلي که څنگه. د هلمند په ولايت کې د طالب جگړنو په دغه بريد کې پنځه نور پوځيان ټپيان شول.

جگړه د تېرې چارشنې په سهار هله پيل شوه چې طالب ياغيانو په هلمند ولايت کې د ايتلافي ځواکونو پر يوې هډې بريد وکړ. امريکايي، کانادايي او افغان ځواکونو ځوابيه ډزې پيل کړې، او الوتکې هم وکارول شوې.

د امريکا پوځ وويل چې په دغه جگړه کې له دېرشو ډېر ياغيان ووژل شول او وروسته بيا د وسلو يوه زېرمه لاسته ورغله او د طالبانو دوه مرکزونه وران شول.

خو د جگړې په ترڅ کې ، چې په څو اوونيو کې تر ټولو لويه جگړه وه، د ټلوالې دوه پوځيان ووژل شول، يو امريکاىى او يو کاناداىى. پنځه نور ټپيان شول.

اوس به په دغې پلټنه کې ولېدل شي چې ايا له مړو او ژوبلو پوځيانو نه کوم يو د خپلو ملگرو په ډزو لگېدلي که څنگه. د خپل اړخ په ډزو کې د ٢٠٠٢ م کال په اپرېل کې څلور کاناډايي پوځيان وژل شول او اته نور ټپيان شول.

دا پېښه په کندهار ولايت کې شوې وه چې يوۀ امريکايي پيلوټ پر کاناډايي پوځيانو د طالب جگړه کونکو گومان کړى و او په تېروتنه ېې پرې ډزې کړې وي.

د متحده ايالتونو پوځ د دغې نوې پلټنې په اړه نور جزييات نه دي ورکړي، خو وايي چې د يوې گډې امريکايي، کانادايي او افغان ډلې له خوا به تر سره شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت