|
واشنگټن:افغانستان کې د بريدونود زياتېدو امکان شته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
متحدو ايالتونه وايي په داسې حال کې چې په راتلونکو څو اونېو کې د افغانستان جنوب ته دناټو د ځواکونو ساحه پراخيږي هلته د اخ اوډب پېښو کې زياتوالى اټکل کوي. د امريکا د بهرنېو چارو دوزارت جيگپوړي چارواکي رچرډ باوچر ويلي دي کېدى شي اورپکي او د مخدراتو قاچاق وړونکي به هڅه کوي چې سيمه کې ځاى په ځاى شوي پوځيان وازمايي. خو ده وويل ضروري ده چې د هېواد نورو برخو ته هم د افغان حکومت واک وغزول شي. په دې پوځيانو کې د برتانېې اوهالينډ عسکر شامل دي چې د هيلمند او اروزگان په ولايتونو کې به ځاى په ځاى کيږي. په وروستېو مياشتو کې دې ولايتونو کې بم بريدونو کې زياتوالى راغلى دى. په تېرو دوو ورځو کې دهېواد په جنوب او ختيځ کې نهه افغان پوليس وژل شوي او پنځه امريکايي پوځيان ژوبل شوي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||