BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:42 گرينويچ 2006 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا : د افغانستان بهرنۍ تگلاره

ډاکتر رنگين سپنتا
د افغانستان د بهر نيو چارو نوى نومول شوى وزير ډاکتر رنگين داد فر سپنتا
پوښتنه : که لو مړى د خپل ځان په اړه څه ووياست

سپنتا:--

ډيره گرانه ده چې څوک ځان تعريف کړي خو زه يو هومانست ( انسان دوست ) يم، يو ډيموکراټ مسلمان او افغان يم چې له خپل وطن سره مينه لرم، د آزادۍ ¸عدالت ، د نورو د منلو او د بل ډول اوسيدو په پلو يم.

پوښتنه:--
ستاسو له آنده د افغانستان د بهرني سياست دکتورين بايد څرنگه وي او څه تعريف ولري؟

سپنتا:--
په لمړي سر کې بايد د افغانستان د بهرني سياست دکتورين د يو شمير اکاډميکو تگلارو پر بنسټ د څيړنو لار خپله کړي چې موږ يې تر اوسه نلرو، د بهرني سياست د دکترين د فلسفې په مرکز کې بايد سوله ، نړيوال امنيت او د هيوادونو د خپلواکۍ آند ځاى ولري.

خو د عمل په ډگر کې څو ټکي شته چې هغه ته به اشاره وکړو، هغه دا چې د نړيوال کيدو په درشل کې يوازې د نړۍ د بيلابيلو سيمو د يووالي، د گډ بازار او د نژدې والي له لارې کولى شو ، و وايو چې موږ د نړيوالې ټولنې برخه يو.

نو په دې ډول د سيمې له هيوادونو سره د ښو اړيکو درلودل بايد د افغانستان د بهرني سياست يوه برخه وي، له داسې يوه آرمان سره چې د يووالي په لور درومو څرنگه چې اروپايي هيوادونو دغه لارې وهلې دي.

دوهمه مسئله په مدنيتونو کې زمونږ ځاى دى. موږ يو اسلامي هيواد لرو اود اسلامي هيوادونو برخه يو له دوى سره مو ډير شيان گډ دي، نو پر دې بنسټ له دوى سره ښې اړيکي بايد د افغانستان د بهرني سياست يوه برخه وي.

دريمه مسئله په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې پراخ حضور دى. افغانستان ډير مهم جيو پوليتيک موقعيت لري، موږ بايد پردې پوه شوو چې له داسې يوه موقعيت څخه څرنگه د نړۍ، سيمې او د خپل هيواد گټې خوندي کړو.

پدې اساس افغانستان کې د نړيوالې ټولنې شتون په هيواد کې د ولسواکۍ په راوستو، د نظام په جوړونې او د امنيت په راوستو کې ډير مهم دى، نو بايد نړۍ ته ووايو چې غواړو د نړۍ د ولسواکۍ د کورنۍ غړي يو.

 افغانستان ډير مهم جيو پوليتيک موقعيت لري، موږ بايد پردې پوه شوو چې له داسې يوه موقعيت څخه څرنگه د نړۍ، سيمې او د خپل هيواد گټې خوندي کړو.
دادفر سپنتا

پوښتنه:----
له دغه آند سره چې تاسو څرگند کړ، دتائيد نه بلکه د تغيير لپاره د بهرنيو چارو وزارت ته ځۍ، که په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان بهرنى سياست و ارزو څه ستونزې پکې وې؟

سپنتا:--
ښاغلي ډاکټر عبدالله پدې لار کې ډير زحمت ويستلى، دا يې ځاى دى چې له ډاکټر عبدالله نه ستاينه وشي، ځکه د بن له بهيره وروسته يې وکړى شول له ويجاړ، بې ډيپلومات او بې ډيپلوماسۍ وزارت نه يې نسبتآ فعال وزارت جوړ کړ. زه يقين لرم کله چې د افغانستان راتلونکى نسل رښتيا ارزونې ته مخه کړي د ډاکټر عبدالله دغې مثبتې تجربې ته به درناوى وکړي.

انسانان چې سياست ته راځي خپل لمړيتوبونه لري، موږ د بهرنيو چارو د وزارت د اصلاح، هر اړخييز جوړولو او د خلکو د انډول په برابرولو کې ډير بريالي نه و.

د افغانستان ډيپلوماسۍ بايدپه ټولو هيوادونو کې فعال او ژوندى حضور درلودى چې نه يې درلود، نو د دغو مسئلو په له منځه وړلو کې بايد بريالي شو.

په بل عبارت، په بهر او دننه کې د بهرنيو چارو د جوړښت اصلاح، د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د بيلابيلو خلکو د شتون د انډول په پام کې نيول او د معاصر دوران د لاس ته راوړنو پر بنسټ د فعالې ډيپلوماسۍ جوړونه.

 تر اوسه پورې موږ د بهرنيو چارو د وزارت د اصلاح، هر اړخييز جوړولو او د خلکو د انډول په برابرولو کې ډير بريالي نه و
ډاکتر سپنتا

پوښتنه:----
په تيرو څو کلونو کې د افغانستان ډيپلوماسي سر بيره پردې چې له لرو پرتو هيوادونو سره بريالۍ و خو په سيمه کې او له خپلو گاونډيو هيوادونو سره يې ستونزې درلودې لکه له ايران ، پاکستان ازبکستان او داسې نورو هيوادونه ، تاسو دې ته په کوم نظر گورئ؟

سپنتا:----
زه فکر کوم موږ بايد د خپلو گاونډيو په وړاندې يو فعال سياست ولوبوو او دا ښکاره کړو چې په رښتيا او صداقت د سولې غوښتونکي يو، او د باور او اعتماد فضا رامنځ ته کړو او گاونډيان هم ورته کړنې ته را وهڅوو .

دا هر څه يوازې هغه مهال کيدى شي چې زغم ولر ، خبرې اترې او ليدنې کتنې وکړو چې سره نزدې شوو.
د شخړو له کمولو سره د همکارۍ په لور درومۍ او د همکارۍ له پراخولو سره د سيمې د يووالي په لور ځۍ.

پوښتنه:---
د نوې کابينې په نوملړ کې ستاسو د نوم شتون يو لړ تبصرې او غبرگونونه را وپارول ، ستاسو له آنده ددغو غبرگونو ريښه چيرې ده او تاسو له کوم نظره ورته گورئ؟

سپنتا:---
شايد يو شمير خلک ځيني وزارتونه خپله شخصي کرونده وبولي. کله چې په وزارتونو کې بدلونونه راځي غبرگونونه را پاروي چې دا د قضيې يو ارخ دى.

د قضيې بل اړخ دا دى چې ما هځه کړې هغه څه چې زړه کې لرم هغه ووايم ، ښايي ډير خلک پردې خوا بدي شوي وي . څرنگه چې پخوا مې هم ويلي يو شمير هغه کسان چې ځان ته د واک په ځانگړى کولو عادت دي او نه غواړي واک وويشي خواشيني شوي به وي

په زړه پورې دا ده چې دوى زما په اړه نيوکې کوي خو له نيکه مرغه زما د تخصص يا نه تخصص په اړه څه نشي ويلى، ځينې د تجربې نه درلودل مطرح کوي، خو زه ددې تر څنگ چې د پوهنتون ښونکى وم د اوو کلونو لپاره مې داسې يوه موسسه اداره کوله چې بودجه يې د بهرنيو چارو د وزارت د بودجې په نيمايي وه. څيړنې او داسې نور کارونه مې له خپلو همکارانو سره کړي، معنا دا چې د ميز د شا اکاډميسين نه وم.

 ځينې کسان زما په اړه نيوکې کوي خو له نيکه مرغه زما د تخصص يا نه تخصص په اړه څه نشي ويلى
ډاکتر سپنتا

له بلې خوا په زړه پورې دا ده چې يو شمير کسانو زما د ١٤ ، ١٥ کلنۍ فکري او اعتقادې مسئله وړاندې کړې چې اوس زه له هغه سره هيڅ مشترکه وجه نلرم، په داسې حال کې همدغو کسانو چې اوس زما د ١٥ کلنۍ اعتقادي مسئلې وړاندې کوي، ان تر وروستۍ شپې چې زه لا د بهرنيو چارو د وزارت لپاره نه وم گمارل شوى، غوښتل يې زه د لوړو زدکړو د وزارت په دنده وگمارل شم .

که خداى نه کا ، څوک د اعتقاد له پلوه مسلمان نه وي، نو يو نا مسلمان د لوړو زدکړو وزارت ته ډير خطرناک دى که د بهرنيو چارو وزارت ته، دا هغه غير اخلاقي مبارزه ده چې د جگړو په لسيزو کې يې زده کړي دي.

خو زه يقين لرم چې په گډ کار او هڅو کې آن کولى شو ددغو کسانو اعتماد هم خپل کړو خو بايدپه زغم ، حوصلې، او دوه اړخييز درناوي او په خپلو بارورنو ودريږو ، ان که ځيني خوښ هم نه وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت