BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2006 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بلخ ولايت د لرغونو ځايونو لوټمار لا هم روان دى

بلخ
د اطلاعاتو و کلتور د رياست چارواکي وايي دوى د لرغونو اثارو د لوټمار په مخنيوي کې بې وسه دي .
د بلخ ولايت چارواكي وايي چې دوه لرغوني قبرونه د دغه ولايت د چاربولك په ولسوالۍ كې د ناپيژندل شوو كسانو له خوا كيندل شوي دي .

دافغانستان د اطلاعاتو او كولتور د رياست چارواكي وايي چې ددغه ولايت د لرغونو ځايونو د ساتلو وړتيا نه لري.

په تيرو مياشتو كې افغان پوليسو ډير داسې كسان نيولي دي چې د لرغونو اثارو ناقانونه كاروبار كوي .

دغه دوه لرغوني قبرونه چې د زيارتونو په توګه د سيمه ييزو خلكو لپاره مقدس ځايونه بلل كېدل ، وړمه شپه كيندل شوي دي .

ځايي خلكو پرون سهار د مولانا خواجه احمد جامي بابا او بابه رستم په نامه د دغو دوه لرغونو قبرونو د كيندنې خبر وركړ.

چارواكو بيا د دې خبر د وركړې په لومړۍ ورځ له پيښې څخه خپله بې خبري وښوده. خو اوس د بلخ ولايت چارواكو د دې پخلى وكړ چې دغه دوه زيارتونه د يو شمير ناپيژندل شوو وسله والو كسانو له خوا لټول شوي او فكر كوي چې ځينې تاريخي نښې نښانې ښايي ترې وړل شوې وي .

تر اوسه پورې پوليسو دا نه ده په زبات كړې چې دغه كيندنې چا كړي دي او نه يې هم څوك د كيندنو په تور نيول شوي دي .

په افغانستان كې د لرغونو ځايونو ناقانونه كيندل او د اثارو قاچاق ددې هيواد لپاره نوې خبر نه ده بلكې دا لړۍ د جګړو له لسيزو څخه پيل او تر اوسه پورې روانه ده .

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كلتور ريس صالح محمد خليق وويل چې د اثارو ناقانونه كيدنې روانې دي او زياته يې كړه چې دا خبر په دې پاى ته نه رسيږي چې سترګې ترې پټې شي .

ښاغلي خليق په ټينګار سره وويل هر وخت چې دى د بلخ ولايت له لرغونو ځايونو ليدنه كوي ويني چې نوې نوې كيندنې شوي دي .

ده زياته كړه هغه پوليس چې ټاكل شوې وه د لرغونو او تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او كلتور رياست په واك كې وركړل شي ، نه دي وركړل شوي او دا خبر د ده په وينا ددې لامل ګرځيدلې ده چې قاچاق كونكي له حالاتو څخه په ګټه اخيستنه د لرغونو ځايونو په ناقانونه او پټو كيندنو لاس پورې كړي .

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كلتور ريس دا هم وويل چې دبلخ په لرغوني بالاحصار كې څو ځايه نوې كيندنې شوي او د ده په وينا امكان لري چې يو شمير لرغوني اثار ترې غلا او بيا بهر ته قاچاق شوي وي .

په همدې ترڅ كې د بلخ يو بل جيګ پوړي ولايتي چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم بي بي سي ته وويل چې په لرې پرتو سيمو كې زياتره لرغوني ځايونه په دې

 د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كلتور ريس صالح محمد خليق وويل چې د اثارو ناقانونه كيدنې روانې دي او زياته يې كړه چې دا خبر په دې پاى ته نه رسيږي چې سترګې ترې پټې شي .
وروستيو نژدې ورځو كې ظاهرا د قاچاق كونكو له خوا لوټل شوي او د ده په وينا نه د اطلاعاتو او كلتور رياست او نه هم دولسواليو چارواكي كولى شي چې مخه يې ونيسي .

دې ولايتي چارواكي امنيتي څانګې وننګولې چې خپله دنده بايد په بشپړه هيوادپالنه ترسره كړي .

خو پوليس وايي چې دوى څو ځلې د لرغونو اثارو قاچاق كونكي نيولي او قانون ته يې سپارلي دي خو زيات شمير لرغون پوهان دا وايي چې تر اوسه پورې دوى د ورته قاچاق كونكي د محمكې خبر نه دى اوريدلى .

په نړيوالو ماركيټونو كې د افغانستان د لرغونو اثارو شتون او موندنه د چارواكو د دې ادعا جوت ثبوت ګڼلى شو چې نه يوازې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې بلكې د هيواد په نورو سيمو كې هم د لرغونو اثارو د ناقانونه كيندنو لړۍ د چارواكو په وينا روانه ده .

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي په ډاګه وايي چې دوى ددې وس نه لري چې د دغه ډول ناقانونه كيندنو مخنيوى وكړي .

د لرغونو اثارو پوهان دا خبره كوي چې دا مهال د افغان دولت زياتره پام سياسي او پوځي مسالو ته ځانګړى شوى دى او د هيواد د كلتوري ودې او له لوټ تالان څخه يې د مخنيوي لپاره هومره پاملرنه نه كوي څومره چې يې نورو سياسي او پوځي هغو ته كوي .

لرغون پوهان د افغانستان د نورو سيمو په څير د شمالي ولايتونو او په ځانګړي ډول د بلخ لرغوني اثار په څلورو برخو ويشي .

لومړۍ ډله اثار يې له ميلاد څخه ١٧٠٠كلونه پخوانيو وختونو پورې تړاو لري چې بنسټ ايښونكى يې لومړنى اريايي ټولواك يما دى .دې پېر ته اريايي يا ويدي مدنيت هم وايي .

دومه ډله اثار د اويستايي مدنيت پورې تړاو لري چې د لرغون پوه استاد رسول باوري په وينا د زردوشت يا سپين تمان د نوښتونو اولوړې پوهې زيږنده دي .

 دبلخ په لرغوني بالاحصار كې څو ځايه نوې كيندنې شوي او د ده په وينا امكان لري چې يو شمير لرغوني اثار ترې غلا او بيا بهر ته قاچاق شوي وي .
د بلخ ولايت د اطلاعاتو کلتور ريس

د ښاغلي باوري په وينا اويستايي مدنيت د هغه لرغوني مقدس كتاب هممهالى بلل كيږي چې په منځني ختيځ كې يې د تورات په نوم يادوي .

دريمه ډله اثار بيا د بودايي مدنيت پورې تړاو لري چې له اويستايي هغه څخه ٥٠٠ كاله وروسته په افغانستان كې رامنځته شوى دى .

او څلورمه ډله اثار يې د اسلامي دورو پورې اړه لري چې نښې نښانې يې ډيرې دي او مشهوره يې په كې د حضرت علي كرم الله وجهه روضه ده چې د مزار شريف ښار پرې ښايسته دى .

ددې څلور واړو يادو شوو مدنيتونو لرغونې او تاريخې بيلګې د كابل پوهتنون د پخواني استاد او لرغونپوه رسول باوري په وينا د افغانستان په ننګرهار ، هلمند ، بلخ ، بغلان ، تخار ، جوزجان ، فارياب او نورو ولايتونو كې شته دي چې دده په وينا د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي .

طبيعي پيښې هم د دې لامل ګرځيدلې دي چې دغو اثارو ته زيان واړوي .


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت