BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:21 گرينويچ 2006 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان په جنوب کې نوره مرگ ژوبله شوې

د کندهار پوليس
کندهار کې پرپوليسو بريدونه شوي
په يو وسله وال بريد كي چه د يکشنبې په ماښام د كندهار په ښار لويديځ كي د پاتاو پرامنيتي پوسته ترسره سو ٤ پوليس ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول

د ميرويس روغتون يو ډاكټر چه د خپل نوم له اخيستول څخه ډډه كوي وائي چه څلور ټپيان ئى روغتون ته راوړل او د هغوي له جملي يو كس مړسو.

دطالبانويو وياند قاري يوسف وائي چه په بريد كي شپږ امنيتي پوليس وژل سوي او د پيښي پړه په غاړه اخلي. عيني شاهدان وائي چه بريدپرموټر سايكلوسپرو وسله والوكسانو ترسره كړ او د پيښي سمدستى وروسته وتښتيدل.
د كندهار چارواكو لاتردامهاله د پيښي په اړوند خپل دريځ نه دى روښانه كړى

خوها خواد هلمند چارواكو په ګريشك ولسوالۍ كي د څلوروپوليسو په وژنه يوازي يوكس تورن كړى دئ، چارواكي وائي چه قاتل ته پخپله امنيتى پوسته كي ځاى وركړى وو او تيره شپه ئي څلور امنيتي پوليس وژلي دي.

دغه كسان د ګريشك ولسوالۍ په يخچال سيمه كي دځړكونو دساتنى په امنيتى پوسته كي وژل سوي دي سيمه ئزچارواكي وائي چه قاتل تښتيدلى خو د نوروجوزياتو دوركولوڅخه ډډه كوى.

زموږ خبري سرچيني وائي چه په دغه امنيتي پوسته كي اته امنيتي ساتونكو وظيفه لرله خو د نوروڅلوروكسانو په اړوند تردامهاله ځه نه دي ويل سوي

بل لوري ته د همدغي ولسوالۍ په حيدرآباد سيمه كي څلور هغه موټران سوځل سوي دي چه تيره ورځ ئې په سنګين ولسوالۍ كي ميشتونړۍوالوځواكونو ته خوراكي توكي او تيل وړي وو خو د بيرته راتګ پرمهال سوځول سوي دي

د پيښي پړه طالبانو په غاړه اخيستي او هغه چاودنه هم د طالبانو له لوري بولى چه تيره ورځ د هلمند ولايت په يوه بله ولسوالۍ ګرم سيركي ترسره سوه. چاودنه د كوكناروپه كرونده كي هغه مهال وسوه چه تراكتورونو دكوكنارو كروندى اړه ولي.

په چاودنه كي تراكتور چلونكى وژل سوي دئى. دغه كس د كرائى په ډول له دولتى چارواكو سره تراكتور چلووه چه په پيښه كي ئى خپل ژوند له لاسه وركړ.

د يادولو وړده چه د هلمند ولايت په بيلابيلو برخوكي هره ورځ يوه نه يوه د ناامنۍ پيښه كيږي او هره ورځ ئى د پيښولړۍ مخ په زياتيدودى ، ډيرى كارپوهان دغه پيښي د كوكنارو دكروند وراړولوله كمپاين سره تړلي بولي خو ډيري بياوائي چه د يخنيو په تيريدو سره طالبانو په سيمه كي خپل بريدونه ګړندي كړي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت