|
افغانستان بانک: دسړي سر کلنى عايدزيات شويدى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان بانک د هيواد ولسمشر ته په يو راپورکې وايي چې په تيرو ٢ کلونو کې دسړي سر کلنى عايد ٩٣ډالره زيات شويدى راپور وايي چې په ١٣٨٢ لمريز کال کې د افغانستان د خلکو د سړي سر کلنى عايد ٢٠٠ ډالره وو چې په ١٣٨٤ کال کې ٢٩٣ ډالرو ته زيات شويدى د افغانستان د مرکزي بانک رييس ، نورالله دلاوري ، ولسمشر کرزي ته د يو وروستي راپور په ترڅ کې ويلي فکر کوي چې په ١٣٨٥ کال کې به د هيواد د سړي سر کلنى عايد لا نور هم زيات شي او ٣٣٥ ډالرو ته به ورسيږي په دغه راپور کې ويل شوي چې تير کال د هيواد اقتصادي وده په سلوکې ١٤ وه چې دتير کال په پرتله په سلوکې ٦ زياته شويده د مرکزي بانک مشر داهم ويل چې د انفلاسيون ( د پيسو د ارزښت ټيټيدل او د بيو لوړيدل ) د مخنيوي په برخه کې يې هم برياليتوبونه درلودل هغه ويلي چې تير کال د انفلاسيون کچه په سلو کې ١٠ وه ، د خوراکي شيانو بيي ټيټي وي خود تيلو بيه لوړه وه د افغانستان ولسمشر ، حامد کرزي ، په خپلې انتخاباتي تگلارې کې ويلي وو چې د خپل حکومت په ٥ کلنې دورې کې به د هيواد د خلکو د سړي سر کلنى عايد ٥٠٠ ډالرو ته لوړ کړي د افغانستان ملي اقتصاد کال په کال د پام وړ وده مومي او ورسره جوخت د سړي سر کلني عايد اندازه زياتيږي ، خو په دې مينځ کې ډيره گټه د شتمنو په برخه ده او د پام وړ شمير عادي وگړي لاهم له درنې بې وزلۍ او بې روزگارۍ سره لاس گريوان دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||