|
په کونړ کې درې ايتلافي سرتيري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له افغانستان څخه راغلي خبرونه وايي چې نن د شنبې په ورځ ( د وري ١٢مه د اپريل ١ ) دکونړ ولايت په پيچ دره کې په يوه چاودنه کې درې نړيوال ايتلافي سرتيري وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي . دا خبره د کونړ ولايت يوۀ چارواکي بي بي سي سره په خبرو کې وکړه . تر دې وړاندې دايتلافي ځواکونو دګډې قوماندانۍ وياند جم يانټس خبري اژانسونو ته وويل چاودنه په ماڼوګي ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې د دوى ځواکونو په سيمه کې ګزمه کوله . دده له معلوماتو سره سم له دغه بريده وروسته ايتلافي ځواکونو يو تن مشکوک اورپکى ژوندى نيولى دى. د ښاغلي يانټس په وينا دوى او د افغانستان دملي اردو ځواکونه به په سيمه کې دشکمنو اورپکو دنيولو په موخه خپلو عملياتو ته دوام ورکوي . د طالبانو يوۀ وياند خبري اژانسونو ته په تيلي فوني خبرو کې دعوه کړې ده چې دغه بريد د دوى له خوا شوى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||