|
د کندهار په لويه لاره ! | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له کندهار څخه د بيرته راګرځيدو پر مهال مې پريكړه وكړه چې په ټيكسي كې كابل ته ولاړ شم . د همدې لپاره د کندهار د ښار د ټيكسي ګاډو يوې لويې اډې ته ورغلم . ټيكسي چلونكى عبدالباري يې د نورو سيالانو تر منځ په لوړ غږ يوه پښتو سندره اوريدله . له هغوى مې وپوښتل چې په تاسو کې به مې څوك تر كابله ورسوي ؟ عبدالباري په چټكۍ له ځايه پاڅيد او وېې ويل (( زه تا له نورو څخه ژر كابل ته رسوم خو ٣٥٠٠ افغانۍ ( ٧٠ امريكايي ډالره ) د لارې كرايه كيږي )) . د كرايې ياد شوى شمير مې ومانه او د عبدالباري په ټيكسي كې كښيناستم . ده د شوروي د يرغل په وړاندې په جګړيز بهير كې ګډون درلود او د كورنۍ ډير غړي يې زنداني شوي او ان ځينې يې د جګړو په ترڅ كې له لاسه وركړي دي . خو د روسانو له وتلو وروسته چې مجاهدينو د كابل واك تر لاسه كړ او د ده په وينا ناوړه ګټه يې ترې اخيستله ، نور ده د مجاهدينو ملاتړ پرېښود . بيا پاكستان ته وتښتېد اود طالبانو په ملاتړ يې لاس پورې كړ ځكه په هغه وخت كې طالبان ده ته ښه خلك بريښيدل . ډير وخت نه ؤ تير شوى چې عبدالباري بيا کندهار ته راوګرځيد او د ټيكسي چلونكي په توګه يې كار پيل كړ . عبدالباري وايي چې د ١٠ كلونو راهيسې په دې لار ټيكسي چلوي . څنګه چې د كابل په لور وخوځيدو ، د لارې شكايت پيل شو ،ځكه چې دغه لويه لار دۀ ته ظاهرآ له ګواښونو ډكه بريښيدله .
همدا چې د کندهار له ښار څخه راووتلو د پوليسو په جامو كې يو شمير كسانو زموږ ګاډى د (( دامن )) په نامه لومړنۍ پوسته كې ودراوۀ . يو سړى د پوليسو په جامو كې موږ ته رانژدې شو او ١٠٠افغانۍ يې وغوښتې او چلونكي ته يې وويل چې لا يې مياشتنۍ تنخوا له دولت څخه نه ده تر لاسه كړې . عبدالباري په ترخه ژبه وويل : زموږ دولت غله او داړه ماران زموږ د امنيت لپاره ګومارلي دي . كله چې د زابل له ولايت څخه راتير شولو ، خبرې مو د طالبانو مسالې ته لاړې . چلونكي په ټينګار سره وويل چې طالبان له هغوى پيسې نه غواړي او د هغوى وسايل هم نه پټوي . خو زياته يې كړه چې طالبان يې د موسيقۍ كسټې ماتوي ، مساپر وهي ټكوي . بيا موږ چلونكي مداخله كوو او له طالبانو غواړو چې زموږ مساپر ونه ځوروي . هغه وخت چې مو د امنيتي انديښنو په اړه خبرې كولې ،د ډيرو ګاډو كتار ته مې پام شو چې زموږ د ګاډي په مخكې د پوليسو له خوا درول شوي دي . داسې ښكاريدل چې وسله والو كسانو د غرۀ له بلې څنډې د پوليسو يو مركز تر بريد لاندې نيولى دى او د پوليسو ځواكونو هم په سپكو وسلو د بريد كونكو خواته ډزې كولې . دا حالت څو شيبې روان پاتې شو خو بيا هر څه بيرته عادي حالت ته راوګرځيدل . زه د دغې نښتې له كبله ډير انديښمن شوى وم خو دا پيښه د هغو خلكو لپاره چې په دې لاره تګ راتګ كوي عادي خبر وه . اوس موږ د شا جوى سيمې ته رارسيدلي يوو چې طالبان په كې زيات واك لري او د هغوى كسان كله نا كله پر موټر ګاډو يا موټر سايكلونو سپاره ليدل كيږي . موږ دلته د غرمنۍ ( د غرمې ډوډۍ ) لپاره ودريدو .هغه مهال چې يو سيمه ييز خوړنځي يا رسټورانټ ته ننوتلو ، يو ه ډله موټر سايكل لرونكي كسانو مو د خوړنځي په وړاندې وليدل چې مخابرې يې په لاسونو كې وې . عبدالباري په اشاره او ډير ورو راته وويل چې (( طالبان ! )) .
هغوى د بهرنيانو په لټه كې دي او هغه كسان چې د افغانستان دولت ته كار كوي دوى ورپسې ګرځي .له کندهار څخه تر كابله پورې د پنځه ساعته سفر په ترڅ كې مو د لارې په اوږدو كې له څارويو او د استوګنې له ويجاړو كنډوالو پرته نور هيڅ ونه ليدل . دا خبر په ښه توګه احساسيږي چې امنيت د هيواد په سويل كې يو ه ستونزه ده . كله چې مې په كابل كې له ټيكسي چلونكي عبدالباري سره مخه ښه كوله راته يې وويل چې (( هيله لري داسې ورځ راورسيږي چې په دې لار له مخنيوي او د بډې له وركړې پرته سفر وكړ و)). هغه زياته يې كړه (( په ټولټاكنو كې يې حامد كرزي ته رايه وركړې ده چې هر څه سم كړي خو كه زما په څير د بېوزلو خلكو ستونزې احساس نه كړي ، بيا به رايه ورنه كړم . )) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||