BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:45 گرينويچ 2006 ,01 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگي تش ځان وواژۀ

کندهار
په تيرو څو ورځو کې دا څويم ځانمرگى بريد دى چې په کندهار کې کيږي .
په دغه ځانمرګه بريد كې ځانوژونكى وژل شوى او نړيوالو ځواكونو ته يې هېڅ زيان نه دى وراړولى.

بريد د ميوند ولسوالۍ په ملنګ كارېز كې نن ولاړه غرمه ( د شنبې ورځ د وري ١٢ د اپريل ١ ) هغه مهال تر سره شو چې د نړيوالو ځواكونو او افغان پوځ د سرتېرو يو كاروان د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه د كندهار پر لوري راروان و.

بريد كوونكي د پخوا په څېر يو ځل بيا خپل موټر، چې د هلمند نمبر پلېټ يې درلود كاروان ته نيژدې كړ خو تر ټكر وړاندې وچادېدئ، دى په خپله وركې ووژل شو او د بريد نښه يې خطا شوه.

د بريد كوونكي پرې شوى سر امنيتي چارواكو په خپله ولكه كې اخيستى، خو د ده د هويت په اړه يې تر دا مهاله څه نه دي ويلي.

د كندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان رحمت الله روفي خبره ده چې تر بريد سملاسي وروسته يې په كاروان كې ګډو پوځي عسكرو يو موټر سايكل چلوونكى په ګوليو ويشتلى او وژلى دى.

ښاغلى روفي وايي چې پر دغه موټر سايكل چلوونكي باندې دا شك و چې ګواكې د بل بريد نيت يې لارۀ .

د ده په خبره پر موټر سايكل چلوونكي باندې ډزې په داسې حال كې شوي دي چې د تېښتې په حال كې و.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د كندهار د ارغنداب ولسوالۍ په محراب سيمه كې يو موټر په داسې حال كې وچاودېدئ چې نړيوالو ځواكونو ته يې د نيژدې كېدو هڅه كوله خو مرګ_ژوبله يې وانه ړوله.

تر هغه يوه ورځ وړاندې د كندهار په ښار كې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كې اووه ملكي وګړي ټپيان شول، خو بيا هم د بريد نښه خطا شوه او كاناډايي ځواكونه ترې روغ_رمټ ووتل.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت