BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:43 گرينويچ 2006 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د سعودي له اتومي پروگرام سره مرسته رد کړه

اسلام اباد
اسلام اباد وايي د جرمني د دغې مجلې د رپوټ تر شا ناوړه نيتونه ښکاره دي .
پاکستان د المان د يوې مجلې هغه رپوټ بې ځايې بللى دى چې پکې ويلي شوي دي چې سعودي عربستان د پاکستان د ساينس پوهانو په همکارۍ په پټه د خپل اتومي پروګرام په جوړولو کې بوخت دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم وويل چې د دې رپوټ تر شا ناوړه نيت موجود و.

د المان يوې مجلې ، سيسرو، (Cicero) په خپله تازه گڼه کې د لويديځو امنيتي سرچينو په بنسټ ويلي دي چې پاکستاني ساينس پوهانو چې د حج په نامۀ تللي وو د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٥ کلونو ترمنځ يې د حج په ورځو کې سعودي عربستان ته په يوې ځانگړې الوتکې کې سفرونه کړي چې د سفر ټول لگښت سعودي عربستان ورکړى دى .

د المان د امنيتي چارو يوۀ کارپوه يودو اولکوتي (Ydo Ulskotte) مجلې ته وويل چې د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر او د ٢٠٠٤ کال په جنورۍ کې د دغو ساينسپوهانو له ډلې څو تنه تر درو اوونيو له خپلو هوټلونو څخه ورک شول .

مجله ليکي چې د ١٩٩٠ د لسيزې له نيمايي څخه د سعودي عربستان ساينس پوهان په پاکستان کې په کار بوخت دي .

پاکستان خپل اتومي بم په ١٩٩٨ کال کې ازمويلى و .

سيسرو مجلې د يو امريکايي پوځي څيړونکي جان پائيک ( John pike) له خولې ويلي دي سعودي عرب د پاکستان په ايټمي پروګرام کې مالي مرسته کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د المان د مجلې د رپوټ له ردولو سره وويل چې پاکستان د ايټمي تيکنالوژۍ د نه خپريدو په اړه يوه اړخيزه ژمنه کړې ده.

هغې زياته کړه چې پاکستان يو ذمه وار هيواد دى او د ايټمي رازونو د بهر ته تلو د مخنيوى لپاره يې کلک ګامونه پورته کړي دي.

مجله وايې چې د سپوږمکۍ يا ستيلايټ عکسونه ښايې چې د رياض په جنوب کې د ،ال سولى ايل، (Al –Sulaiyi)l په سيمه کې د مځکې لاندې د توغندو لپاره په لسګونو ګودامونه جوړ شوي وي.

د لويديځو امنيتي سرچينو په حواله ويل شوي دي چې په دغو ګودامونو کې د پاکستان د اوږدې فاصلې غوري نومي توغندي پراته دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت