BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:25 گرينويچ 2006 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په مزار شريف کې ځانمرگى بريد کوونکى ووژل شو
مزار شريف
د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې په دې وروستيو کې يو شمير بريدونه شوي چې د ځايي خلکو په وينا يې سوله ييز چاپيريال خراب کړى دى .
د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې نن د پنجشنبې په ورځ ( د وري ١٠ د مارچ ٣٠ ) يوه چاودنه شوې ده چې ځايي پوليس يې ځانمرگى بريد بولي .

د پوليسو په وينا دغه بريد د مزار شريف د ښار په څنډو کې له امنيتي کمربنده دباندې شوې ده چې يوازې بريد کوونکى پکې وژل شوى دى .

د بلخ ولايت پوليس زياتوي چې د اوس لپاره يې پلټنې پيل کړي دي او نور معلومات لا نشته .

دغه چاودنه پر ځايي وخت د ماښام د شپږو بجو شاوخوا وشوه . دا په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې څويم بريد دى چې ترسره کيږي .

په يوۀ بل خبر کې د لغمان ولايت يو ولسوال په هغۀ غلچکي بريد کې وژل شوى دى چې چارواکي يې پړه پر طالب اورپکو اچوي .

نن د افغانستان د خوست په ولايت کې هم د يوې چاودنې خبر ورکړل شوى دى چې د چارواکو په وينا پکې درې کسان ټپيان شوي دي .

دغه راز د هلمند په ولايت کې هم د پوليسو د يوۀ چارواکي د وژنې او کندهار کې د يوۀ ځانمرگي بريد خبر ورکړل شوى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت