|
د کندهار ځانمرگي بريد اووه کسان ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د وروستي تاوتريخوالي په لړ كې په دوو بېلابېلو پېښو كې د يوه قوماندان په ګډون دوه كسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي . لومړۍ پېښه نن د پنجشنبې په ورځ ( د کب ١٠ د مارچ ٣٠ ) د كندهار په ښار كې پر كاناډايي سرتېرو يو ځانمرګى بريد و چې دغو عسكرو ته يې مرګ_ژوبله وانه ړوله خو ځانمرګى بريد كوونكى په كې ووژل شو او اووه ملكي وګړي يې ټپيان كړل. په ټپيانو كې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي . بريد په داسې حال كې تر سره شو، چې د كاناډايي ځواكونو يو كاروان د كندهار له خواجك بابا سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و، د كابل نمبر پلېټ لرونكى موټر يې خوا ته ورنژدې شو خو تر ټكر وړاندې وچاودېد. د كندهار د والي اسدالله خالد خبره ده چې په پېښه كې د ژوبلو شويو كسانو روغتيايي حالت ښه دى . ښاغلي خالد بريد د هيواد او سولې د دښمنانو كار وباله خو د بريد كوونكي د هويت په اړه يې څه ونه ويل . د طالبانو يوه وياند قاري يوسف پېښه د طالبانو كار يادوي او وايي چې بريد كوونكى افغان و. تر دغې پېښې سملاسي وروسته د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د يوۀ وسله وال بريد په ترڅ كې د يوه امنيتي قوماندان په ګډون دوه كسان وژل شوي دي . په وژل شويو کې يو کس ډاکټر و . دا بريد د موسى كلا ولسوالۍ د توغي په كلي كې پر قوماندان باچا باندې تر سره شو، چې د ده يو ورور هم په وركې وژل شوى دى . چارواكي وايي چې بريد طالبانو تر سره كړى، خو د پېښې په اړوند يې څوك نه دي نيولي. بل لورې ته د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ په كلا ګسك سيمه كې د امريكايي ځواكونو له لوري د شويو بمباريو د مرګ_ژوبلې دقيقه شمېره لا نه ده څرګنده، خو سيمه ييز وګړي وايي چې د تېرې ورځې د بمباريو په ترڅ كې كليوالو ته پراخه مرګ ژوبله وراوښتې ده، البته آمريكايي ځواكونو او افغان چارواكو لا تر دې مهاله د بمباريو په اړه رسماً څه نه دي ويلي. بمباري تر هغې وروسته وشوه چې طالب اورپکو پر امريکايي او کانادايي سرتيرو بريد وکړ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||