BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 02:41 گرينويچ 2006 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عيسوى شوى افغان ايټاليا ته ورسيد
عيسوى شوى افغان
عيسوى شوى افغان
د ايټاليا کابينې چې څنگه عبد الرحمن ته د پنا ورکولو پرېکړه وکړه نو سمدستي يې دى په کابل کې په يوه الوتکه کې سپور کړ چې روم ته ولاړ شي.

د اېټاليا لومړي وزير سېلوييو برلىسکوني اود هغه د بهر نيو چارو وزير دواړو په ډاگه ددغې پرېکړې ملاتړ وکړ اوښاغلي بر ليسکوني خو دعبد الرحمن په ستاينه کې يې وويل چې دى يو زړور افغان دى .

د ايټاليا د کابينې ځينو غړو بيا د حکو مت له دغې پرېکړې سره مخالفت وښود.

دوو وزيرانو په ډاگه اندېښنه وښووله چې ايټاليا بايد د افغانستان چې په ظاهر يې ديموکراتيک متحد دى د هغه يوه وگړي ته پناه ورکړي ځکه چې دغه کس هلته د مذهبي ازادۍ له حقونو بې برخې دى .

خو دايټاليا د کلتور وزير خبر يالانو ته وويل دى نه پوهيږي چې څنگه يو داسې هېواد ديموکراتيک وگڼې چې په کې يوه عىسوي ته د خپلې عقيدي پر سر د مر گ سزا ورکوله کيږي .

هغه زياته کړه چې ستونزه د ميز پر سر پرته ده او يوه شعوري ځواب ته اړتيا لري.

تېره اوونۍ پوپ هم د نورو نړيوالو مشرانو سره خپل غږ يو کړى وو چي ښاغلى رحمان دې له بنده خوشى کړل شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت