|
ايټاليا افغان عيسوي ته سياسي پناه ورکوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايټاليا کابينه سلا شوې ده چې هغۀ افغان ته سياسي پناه ورکړي چې په خپل هيواد کې له اسلام څخه د اوښتو په تور د اعدام له سزا سره مخامخ دى . د ايټاليا د حکومت له خوا دا اعلان په داسې وخت کې شوى دى چې په افغانستان کې د دغۀ کس پر قضيې نيوکې ډيري شوي دي . د چارشنبې په ورځ ( د کب ٩ د مارچ ٢٩ ) د افغانستان ولسي جرگې يوه ځانگړې غونډه لرله چې پکې يې د عيسوي شوي افغان عبدالرحمان پر قضيې يې غور کاوۀ . دوى وويل دغه ٤١ کلن کس بايد له هيواد څخه وتلو ته پرېنښوول شي . ولسي جرگې د دوو ساعتونو په ځانگړې غونډې کې هغه پريکړه له قانون څخه سرغړونه وبلله چې عبدالرحمن يې د دوى په وينا محکمې پراېښى دى . د ولسي جرگې ريس يونس قانوني د جرگه والو د بحث لنډيز ولوست چې پکې راغلي وو (( له افغانستان څخه د رحمان د وتلو مخنيوى بايد وشي . )) په ايټاليا کې لومړي وزير سېلوو برلسکونې وويل دى خوښ دى داسې کس ته پناه ورکوي چې د دۀ په وينا يې ډيره مېړانه ښوولې ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||