|
لطيف بابي مو اوومې سټوډيوته رابللى وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سندرغاړى ، ليکوال اوهنري شخصيت لطيف جان بابي ٥١ کاله وړاندې دکندهار دباميزو په کوڅه کې نړى ته راغلى دى . داحمد شاه بابا ليسه ېې پاى ته رسولې ده. د کابل پوهنتون دادبيا تو پوهنځي يې پاى ته ورساوه او د کندهار دالبيروني په ښوونځي کې ښوونکى و. له سپورت ، ادبياتو ، هنري چارو او تمثيل سره ېې ډيره مينه لرله . په پوهنتون کې ېې تمثيلي پارچې جوړولې اوبرخه ېې پکې اخستله . وروسته راډيو تلويزيون ته ورغى خو دشوروي يرغل وروسته له افغانستان نه کډه شو اوپه ١٩٨٠ کال کې پيښورته اوله هغه نه دامريکې متحدو ايالتونو ته ولاړ. هلته ېې انگريزي ژبه زده کړه ، دښوونې اوروزنې کورسونه يي ولوستل اوځينې سپورتي کورسونه ېې پاى ته ورسول. وروسته په ښوونځيو اوکالجونوکې ښوونکي شو. په ١٩٨٨ کال کې دخپل ښوونځي دکال ښوونکي وگرځيد.
ددې ترڅنگ ېې هنري کارونه هم کول . ستيار،دلربا، تنبور، طبله ، باجه اوشپيلى غږولى شي. دشعر اوادب سره زياته مينه لري اوپخپله هم شعرونه ليکي. له ١١ ټولگي نه ېې په شعر ويلو پيل کړى دى . دموسيقي په بر خه کې ېې کتابونه هم ليکلي دي . سندرې اودموسيقي الات ېې څيړلي اوليکنې ېې پرې کړې دي. ٣٥ کتابونه يې ليکلي دي چې ٢٤ يې چاپ شوي دي. تېرکال ېې يوکتاب درنگونو اوراگونوپه نوم له چاپه راووت. پښتو ډيکشنري ېې هم ليکلي دي . پښتو نومښود يو شپاړس سوه مخيز قاموس يې هم ليکلى دى . د موسيقي په برخه کې ېې ١٣ کستونه ثبت کړ ي دي. دپرديسى ازانگې يو کست او دپرديس ځوږ په نوم ېې ويديويي کست مينه والوته وړاندې کړي دي. دډيروسندروکمپوز يې پخپله کړى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||